لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ايي خان : بمي چاؤدنه کې ٩ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد ډيره اسماعيل خانښار تجارتېگنج منډۍ کې دبمي چاؤدنې له امله ٩ کسان وژل شوي او له ٢٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

په صوبه سرحد کې دطالب جنگيالو خلاف دپوځي عملياتو دپيل کيدو راپديخوا دځانمرگي بريدونو او بمي چاؤدنو لړۍ پیل شوې چې له امله يې دصوبې وگړي دسختې ويرې ترهې سره مخ کړې او د صوبې د امنیت په اړه يي اندېښنې راپورته کړې دي.

پولیس وايي داتوار په ورځ دډيره اسماعيل خان په زيات مصروف تجارتي مرکز تجارت گنج منډۍ کې خلک دسودسودا په اخستو کې بوخت ؤ چې په دغه مهال يوه زورداره بمي چاؤدنه وشوه.

د چاؤدنې څخه وروستو پوليس سيمې ته رسيدلي دي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

يو عيني شاهد وويل دغه بمي چاؤدنه په بازار کې دسبزۍ ديو ولاړ گاډي دلاندې دايښودل شوي بم د چاودیدو له امله شوې ده چې پکې دسبزۍ خرڅوونکو ته زيات زيان رسيدلى دى.

دپوليسو دسيمه ييز مشر شفيق خان له مخې دپيښې دځايې څخه يو شکمن تن نيول شوى دى.

ژوبل کسان دتداوۍ لپاره ځاې هسپتال ته رسول شوي چې دغلته هم د١٠ؤ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي اؤ له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

له چاؤدنې څخه وروستو په سيمه کې اړى گړى جوړ شو، خلک وپاريدل او دانتظاميې په ضد يې نعرې ووهلې.

دبمونو خنثي کوونکي پوليس وايي په دغه چاؤدنه کې ٨ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.

دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا گيلاني دغه پيښه په سختو ټکو کې غندلې ده او دوژل شوؤ کسانو کورنيو سره يې دغم څرگندونه کړې ده.

دتيرې يوې اوونۍ راهسې دصوبه سرحد په بيلا بيلو سيمو کې دغه رقم بمي چاؤدنې او ځانمرگي بريدونه ترسره کيږي چې پکې تر دې مهاله په شلگونو کسان وژل شوي او گڼ شمير نور وژل شوي دي.

دپاکستان حکمرانان دغه بمي چاؤدنې او ځانمرگي بريدونه په ملاکنډ ډويژن او قبائيلي سيمو کې دروانو پوځي عملياتو غبرگون بولي او وايي دتندلارو او ترهه گرو په ضد به روانې جگړې ته دوام ورکولى شي.

خو دپاکستاني طالبانو تحريک چې په هيواد کې دبدامنۍ دروان وضعيت مسؤليت په غاړه اخلي وايي ترڅو چې پوځي عملياتو ته دپايې ټکى نۀ وي ايښودل شوى هغوي به خپلو دغه رقم فعاليتونو ته دوام ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG