لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې شک من امريکايي بريد ٥ کسان وژلي دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې يوځل بيا شک من امريکايي جاسوسي الوتکو بريد کړى چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي.

دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان دلدها په مردارالگډ سيمه کې په دريوؤ گاډو امريکايي جاسوسي الوتکو ميزائيل وداغل چې له امله يې په نخښه کړل شوى گاډى له مينځه تللى او د٥ؤ کسانو دوژل کيدو راپورونه رارسيدلي دي.

دغه سيمې دپاکستاني طالبانو مشربيت الله محسود مرکز مکينکلي ته نزدې دې.

تيره ورځ دپاکستان جنگي الوتکو هم د بيت الله محسود په سيمو بمباري کړې ده چې پکې ١٠ طالب جنگيالي وژل شوي وؤ.

دافغانستان پولې ته نزدې دجنوبي وزيرستان قبائيلي سيمې دطالبانو او القاعده دجنگيالو مرکز گڼل کيږي.

جنوبي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکو دغه بريد په داسې حال کېکړى دى چې احتمال ليدل کيږي دپاکستان پوځ دسوات ، بونير، دير او نورو سيمو په شان جنوبي وزيرستان کې هم دجنگيالو په ضدپه پراخه کچ عمليات پيل کولى شي.

له دې وړاندېامريکايي خبري شبکې اى پي دامريکاددفاعي چارواکو له خلې خبر ورکړى ؤ چې پاکستان په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو دمشر بيت الله محسود دله مينځه وړلو لپاره دنوي بريد تيارۍ کوي.

دبيت الله محسود فعاليتونه دپاکستان دحکومت لپاره دهيواد دننه يو ستر گواښ جوړ شوى دى.

خبري شبکې دچارواکو دنوم په نۀ څرگندولو په شرط دا هم ويلي دي چې امريکا به په دغه عملياتو کې پاکستان ته دپټو اطلاعاتو او څارنې په لړ کې کوټلې مرسته ورکوي.

محسود پاکستان او دپولې پورې غاړه په ترهه گريزو فعاليتونو کې ککړ بلل کيږي

همدغه رازدپاکستان جنوبي وزيرستان ايجنسۍ سره پيوست دافغانستان سرحدي برمل سيمه کې په يو سرکاري گودام کې ولاړ کنټينر کې چاؤدنه شوې چې له امله يې ٣ کسان وژل شوي دي.

په وژل شوؤ کې ديو تن چې نورمحمد نوميږي تعلق دجنوبي وزيرستان سره دى چې مړى يې پلرني کلي وانا ته ليږدول شوى دى.

XS
SM
MD
LG