لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني پوځ لخوا عملياتو کې د٣١ؤ جنګيالو دوژلو ادعا


دپاکستان پوځ وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان، دصوبه سرحد په ملاکنډ اؤ بنو سيمو کې يې دروانو پوځي عملياتو په ترڅ کې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال ٣١ وسله وال جنگيالي وژلي او ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

په دغو سيمو کې تندلارو سره دنښتو په مهال پوځ ديو عسکر دوژل کيدو او ٤ؤ دژوبل کيدو پخلى هم کړى دى.

دپاکستاني پوځ لخوا دجاري کړل شوي بيان له مخې دسوات په کبل سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عمليات دوام لري او په دغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په ډزو کې ١ پوځي وژل شوى او ٣ نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز په کالا کلي کې هم جنگيالو په پوځيانو ډزې وکړې چې پکې يو پوځي ژوبل شو.

پوځ وايي په گوډهنډ بانډه ، ارکوټ قلعه،لويې نمل ، کوز شاور او مټه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات روان دي.

دبنو په هکله دپاکستان پوځ وايي په جاني خيل سيمه کې دزندي فلک شير کلي دپاکونې په مهال ددوؤ کورونو څخه په امنيتي ځواکونو دوړو وسلو ډزې وشوې.

پوځ وايي وروستو سيمه پاکه کړل شوه ددغو کورونو څخه ديو ترهه گر مړى هم ترلاسه شوى دى.

دجنوبي وزيرستان دوضعيت په هکله دپاکستان دپوځ وينا ده داسې راپورونه لري چې دروانې مياشتې په ١٣مه نيټه دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې دهوايي بريد له امله دځينو غيرملکيانوپه گډون ٣٠ ترهه گر وژل شوي او ٥٠ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په ترهه گرو يې دغه بريد دپاکستان دپنجاب ايالت دسرښار لاهور او دصوبه سرحد په نوښار سيمه کې دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو دغبرگون په توگه کړى دى.

بل لوري ته دسيمې څخه دترلاسه شوؤ راپورونو له مخې دصوبه سرحد دبنو په جاني خيل سيمه کې دپاکستاني پوځيانو لخوا په روانو عملياتو کې نور ٣٥ تندلاري وژل شوي دي خو دپاکستان پوځ ددغو راپورونو پخلى نۀ دى کړى.

دسرچينو له مخې بنو سره نزدې قبائيلي سيمو جاني خيل او بکاخيل کې دتندلارو په ضد عمليات دوام لري اؤ دجاني خيلې قلعه څخه دتندلارو په ځالو گوله باري روانه ده.

دتندلارو په ضد عملياتو کې جيټ الوتکې او گن شپ هيلي کاپټرې هم کارولى شي.

اخوا دکوز دير په ډوگ دره سيمه کې قامي لښکر دتندلارو دتگ راتگ په لارو دواک ترلاسه کولو ادعا کړې ده.

په ډوگ دره کې دقامي لښکر او تندلارو ترمينځ سختې نښتې هم شوي ديچې پکې ٥ جنگيالي وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وايي قامي لښکر ٣ جنگيالي ژوندي نيولي او پوليسو ته يې سپارلي دي.

دغه لښکر په تيره يوه هفته کې خواؤشا ٣٠٠ جنگيالي پخپلهگيره کې اخستي او

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG