لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان و ايي د طالبانو مشر بیت الله محسود خلاف به عملیات کوي


د صوبه سرحد گورنراویس احمد غني ویلې دي چې حکومت د تحریک طالبان پاکستان گوند مشربیت الله محسود خلاف د عملیاتو د پیل کولو فیصله کړې ده او د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه چارواکې وايي چې د بیت الله خلاف کاروايي پیل کړی شوي هم ده.

د امریکې خارجه دفتر د بیت الله محسود په نیول کیدو کې او یا هغه انصاف ته په را وستلو کې په مرسته کولو باندې پنځه میلینه ډالره انعام ایښودلی دی او ویلي يي دي چې دغه مفرور جنگیالی القاعده سره تعلق لرې.

د پاکستان حکومت ویلې دي چې بیت الله محسود د پخوانۍ صدر اعظم بې نظیر بهټو په ووژنه او په هیواد کې د ترهگرۍ بریدونو کې لاس لرې. که څه هم د بیت الله پلویان د بې نظیرې په وژنه کې د ککړ کیدو تورونه رده وې خو د هغه ډلې په پاکستان کې د یوشمیر ځانمرگې بریدونو پړه په غاړه اخستې ده.

په دې ورستۍ میاشتو کې د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د ترهگرۍ بریدونو په گنړه شمیره کې عام ملکې خلک وژلې دي.

د بیت الله محسود خلاف په خصوصې توگه د عملیاتو فیصله د صوبه سرحد گورنر اویس احمد غني د پاکستان سر ښار اسلام آباد کې په یو بیړنې مطبوعاتې کانفرنس کې اعلان کړه.

اویس احمد غني وویل چې حکومت پوځ ته حکم ورکړی دی چې بیت الله خلاف دې غوڅ عملیات تر سره کړې.

د بیت الله خلاف د عملیاتو اعلان په داسې ورځ ووکړی شو چې په جنوبې وزیرستان کې شک من امریکاې بې پالټه جهازونو برید کې ٥ تنان وژل. او په دې ورستئ ورځو کې د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د ترهگرۍ بریدونه شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG