لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ : د بیت الله محسود پرضد د عملیاتو تیارنی سر ته رسېدلي دي


د پاکستان د پوځ ویاندویلي په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو دمشر بیت الله پرضد د پوځي اپریشن پېلولو حکم شوی دی.
پوځي ویاند مېجر جنرال اطهرعباس نن وویل چې د اپریشن لپاره ټولې تیاریانې نیول شوی دي. اخوا د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي چې د بیت الله محسود پرضد دا عملیات به ډیر اهم وي. نوموړي وویل په بنو کې به د بې کوره شوو خلکو لپاره انتظامات کوي.
بلخوا دپاکستان پوځ بیانیه وايي دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال يې دصوبه سرحد ملاکنډ او دير سيمو کې ١٣ جنگيالي وژلي او ٣ نور ژوندي نيول شوي دي.
دپوځ لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې دسوات پيوچار سيمه له تندلارو څخه په بشپړ ډول پاکه کړل شوې ، کالام او بحرين له ګرځ بنديز څخه ازادې ساحې ګرځول شوي دي.
په بالاسر چپريال کې پوځيانو دتندلارو روزن ځائيونه له مينځه وړي.
پوځ وايي يو ترهه گر شاه سلطان چې دځانمرگي بريدونو لپاره دواسکټونو په جوړولو کې ماهر ؤ امنيتي ځواکونو دسوات په چارباغ سيمه کې وژلى او دفضاء گټ سره نزدې په سلهنډ سيمه کې يې ٣ تندلاري نيولي دي.
دپوځ دبيان له مخې په دن گرام سيمه کې دځانمرگي بريدونو دمشن لپاره تيار کړل شوي ٢ گاډي هم ترلاسه شوي دي.
دصوبه سرحد ددير او بونير سيمو په هکله پخپل بيان کې ويلي دي دحياء سرۍ او لال قلعه ترمينځ دتندلارو دموجوديت په اطلاع دلټونې عمليات پيل کړل شو چې پکې ديو تندلاري کمانډرعبدالله په گډون ١٢ جنگيالي ووژل شول.
سرچينې وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپاکستاني پوځيانو عمليات دوام لري او دغلته يې دتندلارو گڼ شمير ځالې له مينځه وړي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په کوټ کۍ، سپين کۍ رغزۍ اؤ سراروغه سيمو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې له امله يې گڼې ځالې له مينځه تللي او هغوي ته دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.
په جنوبي وزيرستان کې دپوځ لخوا دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو له امله خلک خوندي سيمو ته کډې کوي.

XS
SM
MD
LG