لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ : ملاکنډ کې د قاري جنید او نعیم په گډون ٢٢ طالبان وژل شوي دي


د پاکستان پوځ وايي دتيرو څليريشتو ساعتو په مهال يې دصوبه سرحد ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې ٢٢ طالبان وژلي او ١٧ نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي دعملياتو په مهال دميدان سيمې يو مهم تندروه کمانډر قاري جنيد او دهغه مرستيال نعيم چې په يو کور کې پټ شوي وؤ هم وژل شوي دي. پوځ په دغه عملياتو کې دیو عسکر دژوبل کيدو پخلى هم کړى دى.
دپوځ له مخې دلټونې په عملياتو کې کاسونه سيمه کې دتندلارو دوه ځالې له مينځه وړل شوي او دبيدرې سيمې څخه يې يو تندلارى نيولى دى.
ددير په هکله دپاکستان دپوځ په بيان کې ويل شوي دي امنيتي ځواکونو په گلگوټ سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړي، ٢٠ جنگيالي يې وژلي او ١٥ يې نور ژوندي نيولي دي.
بل لوري ته سرچينې وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان د قبائيلې سيمې جنوبي وزيرستان په کوټ کۍ، سپينکۍ رغزۍ او سرا روغه سيمو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ځالو ددرنو توپو له لارې گولۍ ورولى شي او په بيلا بيلو سيمو امريکايي جاسوسي الوتکو الوتنې هم کړي دي.
سرچينې وايي په دغو سيمو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود له ٥٠ؤ څخه زياتې ځالې موجودې دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپاکستاني پوځيانو لخوا دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو دخلکو دکډو کولو لړۍ کې هم چټکتيا راغلې ده.
همدغه راز دباجوړ ايجنسۍ مرکز خار او لويې سم څخه هم بيگاه ټوله شپه امنيتي ځواکونو دچارمنگ تحصيل په بيلا بيلو سيمو گوله باري کړې ده چې له امله يې دتندلارو گڼ شمير ځالې ړنگې شوي او ورته دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.
ددې ترڅنگ د قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ په پنډيالۍ کې تندلارو دروغتيا يو مرکز په چاؤديدونکو موادو الوځولى دى.
سرچينې وايي دمهمند ايجنسۍ په امبار جاني سيمه کې هم تندلارو په چاؤديدونکو موادو ديو پل دالوځولو هڅه کړې ده چې له امله يې ددغې پل يوې برخې ته زيان رسيدلى دى.

XS
SM
MD
LG