لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ادعا:دملاکنډ عملياتوکې ٣٤ طالبان وژل شوي دي


د پاکستاني پوځ وايي په تيريوشواروزکې يې دصوبه سرحد په ملاکنډ سيمه کې د روانوپوځي عملياتوپه ترڅ کې٣٤ جنګيالي وژلي او اووه نوريې ژوندي نيولي دي.
دپوځ لخوادجاري کړل شوي بيان لۀ مخې په ملاکنډ کې دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې پنځه عسکر هم ژوبل شوي دي.
دسوات دوضعيت په هکله پوځ وايي دسرښار مينګورې شاوخوا دپاکونې عمليات دوام لري او په دغه مهال پوځ ١٥ ټوپکې هم لاسته راوړي دي.
پوځ وايي په شاه پور سيمه کې يې دپاکونې دعملياتو په مهال دفياض مدرسې دمهتمم په ګډون پنځه مشکوک جنګيالي نيولي دي.
دبيان له مخې امنيتي ځواکونو دکوټلۍ او دکبل دوهم پل شا وخوا سيمه په بشپړ ډول له تندلارو څخه پاکه کړې ده.
په دغو سيمو کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ نښتو کې ١٢ تندلاري وژل شوي او پنځه عسکر ټپيان شوي دي.
پوځ وايي په توتانو بانډه کې دعملياتو په مهال ٦ او دشموزۍ سيمې څخه دتندلارو دپاکولوعملياتو کې ١٠ تندلاري وژل شوي دي.
ددير په هکله دپاکستان پوځ وايي په شيوه سيمه کې امنيتي ځواکونو دوه تندلاري نيولي او وسله يې لاسته راوړې ده.
دبره دير په نمازګۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ ډزو کې ٦ تندلاري وژل شوي دي.
بايد وويل شي دپاکستان پوځ روزانه دملاکنډ په پوځي عملياتوکې دگڼ شميرجنگياليو د وژنې ادعاوې کوي خوپه دغوعملياتوکې تردې مهاله دطالبانوکوم مهم مشروژل شوى يا نيول شوى نۀ دى چې لۀ دې امله په پاکستان اؤبهرنۍ نړۍ کې ځينې څيړونکي د روانوپوځي عملياتوپه اړه پوښتنې راولاړوي.
دپاکستان دسرحدايالت دواکمن گوند نوميالي مشرافضل خان لاله چې پخپله هم دسوات دسيمې اوسيدونکى دى تيره ورځ په يوه مرکه کې انديښنه ښودلې وه چې که عملياتوکې دطالبانومشران په نخښه نۀ کړل شي نواولس به په روانوپوځي عملياتوبې باوره شي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجرجنرال اطهرعباس تيره مياشت مطبوعاتوته ويلي وؤ په عملياتود اولس دباورپيداکولو دپاره پوځ هڅې کوي چې دطالبانولوړپوړي مشران په نخښه کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG