لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زرگونو ایرانیانو په وژل شوو مظاهره چیانو ماتم کړی


د ایران په جمهور ریاستي ټاکنو کې بیلات خوړونکي کاندید حسین موسوي په غږ زرهاو ایرانیانو احتجاج کې د وژل شوو مظاهرچیانو لپاره شوي ماتم کې گډون کړی دی.
حسین موسوي د تهران په امام خمیني چوک کې مظاهرې کې گډون وکړو. دغه مظاهره چیانو د ښاغلي موسوی په وینا د ماتم لپاره تورې جامې اغوستې وي .
د گل په ورځ په احتجاجونو کې لږ تر لږه اووه مظاهره چیان وژل شوي وؤ. د ایراني چارواکو لخوا د جون په ١٢مهنیټه باندې شوي جمهورریاستي ټاکنو کې د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد د ٦٣فیصده رایې ترلاسه کولو او د هغه بریالیتوب د اعلان وروسته هره ورځ ایران کې احتجاجونه کېږي. د ایران ساتونکي کونسل د خالي په ورځ ښاغلې موسوي او د جمهورریاستي ټاکنو دوه نور کاندیدان محسن رضایي او مهدي کروبي خپلو اندېښنو ښودولو لپاره غونډې ته بللي دي.
کونسل دهغه رایو دبیا شمېرې هم وړاندیز کړی دی چرته چې د درغلۍ او ټگۍ تورنه لگول شوی دي.
په ایران کې دکال ١٩٧٩ د اسلامي انقلاب وروسته د جمهورریاستي ټاکنو پرسر راپورته شوي اړې گړې د ټولو بد دی.
ایراني چارواکي بهرملکي میډیا د احتجانو رپورټ کولو ته نه پریږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG