لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايت الله خامنه اي: ټولټاکنو کې درغلي نۀ ده شوې


د ايران روحاني پيشوا ايت الله خامنه اي دايران دجمهورري رياست دټولټاکنو پائيلې سمې منلي او په اولس يې غږ کړى دى چې نور بايد داحتجاجي مظاهرو او نښتو څخه په تيريدلو دقانون په درشله کې پاتې شي.
تهران پوهنتون کې دجمعې دنمونځ اجتماع ته دوينا په مهال ښاغلي خامنه اي په غربي هيوادونو او ميډيا کلکې نيوکې وکړې.
نوموړي وويل ايران کې ترسره شوې ټولټاکنې بيخي ددرغلۍ څخه پاکې وې او ايراني اولس دخپلې خوښې کانديد غوره کړى دى.
دهغه په وينا دښمنانو ددغو ټولټاکنو په پائيلو دشکونو پيدا کولو دپاره دوړاندې څخه پروپيگنډه پيل کړې وه.
دايران روحاني پيشوا زياته کړه دجمهوري رياست ټولټاکنې دايراني اولس دمسؤليت داحساس گويانه ثبوت دى.
هغه وويل دنظراختلاف پخپل ځايې خو ايراني قام ته دا مهال په سړه سينه سوله ييز ژوند کول پکار دى.
هغه وويل دټولټاکنو څخه دمخه هغه خپله رايې نۀ وه په ډاگه کړې او اولس په دغه ټولټاکنو کې پخپله خوښه پريکړه کړې ده چې هغوي څوک جمهوررئيس جوړول غواړي.
ايت الله خامنه اي زياته کړه تيره اوونۍ په ترسره شوؤ ټاکنو کې په گڼ شمير ايراني وگړو برخه واخسته او دخپل يو والي ثبوت يې ورکړو.
هغه وويل دغه ټولټاکنې ښايي چې دايران اولس په خوښۍ او باور سره ژوند تيرول غواړي.
دنوموړي دوينا له مخې دجهوري رياست دټاکنو څلور واړه کانديدان داسلامي انقلاب ملاتړ کوي او دغه ټاکنه ددې رياست دننه پخپلو کې يوه سيالي وه.
دنوموړي په وينا اسلامي رياست په ټولټاکنو کې درغلي نۀ کوي چې په دې دايران ټول وگړي خبر دي.
نوموړي وويل دټولټاکنو پائيلې سمې وې او هغه په دې لړ کې انديښنه لرونکو کانديدانو څخه غوښتنه کړې ده چې محکمې ته مراجع وکړي.
دروانې مياشتې په دولسمه نيټه دايران دجمهوررئيس رياست په ټولټاکنو کې دمحمود احمدي نژاد دبرياليتوب څخه وروستو په دغه هيواد کې يو سياسي کړکيچ راپورته شوى دى او روزانه دلکونو په شمير ايراني وگړي دقهره ډکې مظاهرې کوي.
په ټاکنو کې داحمدي نژاد سيال ميرحسين موسوي تور لگولى ؤ چې په دغه ټاکنو کې هغه سره درغلي شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG