لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايران : مظاهرو کې ١٣ کسان وژل شوي دي


د ايران په پلازمينه تهران کې دپوليسو او پاريدلو مظاهره چيانو ترمينځ په نښته کې لږ ترلږه ١٣ کسان وژل شوي.
دايران دسرکاري تيليويزيون له مخې دپخواني جمهوررئيس رفسنجاني لور فائزه هاشمي او نور ٤ غړي په مظاهرو کې دبرخې اخستنې له امله پوليسو نيولي دي.
له دې وړاندې دايران جمهوررئيس محمود احمدي نژاد په پخواني جمهوررئيس هاشمي رفسنجاني دبډو رشوتونو تورونه لگولي وؤچې ددغو تورونو په ضد ښاغلي رفسنجاني ، دايران روحاني پيشوا ايت الله خامنه اي ته يو ليک هم ليږلى ؤ.
په تهران کې داړي گړي په مهال يو جومات هم سوځول شوى دى ، چې پکې ديو شمير کسانو دوژل کيدو راپورونه ورکړل شوي دي.
دايران سرکاري ټي وي پخپل راپور کې پاريدلي مظاهرين دترهه گرو په نوم ياد کړي دي.
ټي وي پخپل يو راپور کې وويل په تهران کې تيره ورځ دپوليسو او مظاهره چيانو ترمينځ نښتې شوي چې پکې ١٣ کسان وژل شوي دي.
دراپور له مخې پاريدلو مظاهره چيانو دگاز په دوؤ سټيشنونو او يوه امنيتي پوسته هم بريدونه کړي او هغه يې سوځولي دي.
دسرکاري ټي وي له مخې تيره ورځ په تهران کې ورانکارو يو جومات ته اور ولگولو چې په دغه پيښه کې هم دجومات دننه ځينې کسان وژل شوي ، خو ددغه کسانو شميره نۀ ده په ډاگه کړل شوې.
په ايران کې دجمهوري رياست ترسره شوؤ ټولټاکنو څخه وروستو له هغې سخت اړى گړى رامينځته شوى چې دجمهوررئيس محمود احمدي نژاد رقيب کانديد مير حسين موسوي دټاکنو په پائيلو کې ددرغلۍ تورونه ولگول.
روزانه په زرگونو مظاهرين ددغو ټولټاکنو دپائيلو په ضد دقهره ډکې احتجاجي مظاهرې کوي.
دجمعې په ورځ دايران روحاني مشر ايت الله خامنه اي دټولټاکنو پائيلې دټگۍ څخه پاکې گرځولې وې او په اولس يې غږ کړى ؤ چې نور دمظاهرو څخه لاس واخلي.
دايران حکومت دټولټاکنو دپائيلو په ضد دمظاهرو نۀ کولو خبردارى ورکړى دى خو تيره ورځ ددغه خبرداري باوجود په زرگونو قهريدلي خلک دتهران سړکونو ته راووتل او دمظاهرو هڅه يې وکړه.

XS
SM
MD
LG