لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال سجاد غني: د سوات طالبانو مشران په تيښته کې بريالي شوي دي


دپاکستاني پوځ کمانډر ميجر جنرال سجاد غني ويلي دي دصوبه سرحد په سوات سيمه کې به دتندلارو پر ضد دپراخه کچ عمليات په يوه اوونۍ کې سرته ورسيږي.
دبهرنۍ ميډيا دخبريالانو دسوات څخه دليدنې په مهال ميجر جنرال سجاد غني وويل پوځ اوس هم په سوات کې دمقاومت سره مخ دى.
هغه وويل پوځيان ديو داسې دښمن مقابله کوي چې په يوه لحظه کې ټوپک رااخلي او بله کې وسله پټه کړي او دځان څخه عام وگړى جوړ کړي.
پوځي مشر وويل دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله او نور تندلاري کمانډران په تيښته کې بريالي شوي دي.
هغه وويل دغه طالب مشران يا خو به وزيرستان ته اوښتي وي او يا کيدلى شي په افغانستان کې پټ شوي وي.
خبريالانو ته دتندلارو دروزنې هاغه کيمپ هم وښودل شو چرته چې دنښتې په مهال ٥٠ تندلاري وژل شوي وؤ.
ميجر جنرال سجاد غني خبريالانو ته وويل دتندلارو په ضد په روانو عملياتو کې تر دې مهاله ١٥٠٠ ترهه گر وژل شوي دي.
دهغه وينا وه اوس عمليات دترسره کيدو پړاؤ ته نزدې شوي او يوه اوونۍ يا لسو ورځو کې به ترهه گر په بشپړ ډول له مينځه يوړل شي.
بل لوري ته دپيښور دکورکمانډر يا پوځي مشر په مشرۍ ترسره شوې يوه غونډه کې دملاکنډ دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو دبيرته ليږلو تگلاره جوړه کړل شوې ده.
سرچينې وايي دکورکمانډر په مشرۍ ترسره شوې دغه غونډه کې انتظامي مشرانو هم برخه درلوده.
غونډه کې پريکړه وکړى شوه چې د٢٥م جون څخه به دبې کوره شوؤ خلکو پړاؤ په پړاؤ بيرته تگ پيل کولى شي.
په لمړي پړاؤ کې به دلنډاکي څخه بري کوټ پورې او په دوهم پړاؤ کې به داوډيگرام څخه مينگورې او سيدو شريف پورې بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته رسولى شي.
دسرچينو له مخې دبې کوره شوؤ خلکو دبيا پځايې کولو، هغوي ته دامنيت او د٦ؤ مياشتو دخوراکي موادو دورکولو تابيا هم کولى شي.
اخوا دافغانستان پولې ته نزدې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
دباجوړ په قبائيلي سيمه چارمنگ کې هم دتندلارو په ځالو گولۍ ورول شوي چې پکې ٦ تندلاري وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG