لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي وياند:عملياتوکې ١٥٩٢جنگيالي وژل شوي دي


دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي پوځ دتندلاروپه ضد پيل کړل شوؤ عملياتوکې تردې مهاله ١٥٩٢جنگيالي وژلي دي.
په پاکستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو په هکله مطبوعاتوته دحال احوال تيرولو په مهال وويل دصوبه سرحد په سوات سيمه کې پوځيان دتندلارو دځالو او کيمپونو دله مينځه وړلو په وروستي پړاؤ کې دى.
دهغه وينا وه کوم جنگيالي چې په عملياتوکې وژل شوي دهغوئ مړي په اصولي توگه ميډيا ته نۀ شي ښودلى خوپوځي وياندپه دغه مهال خبريالانوته د٥٤ؤ وژل شوؤ جنگياليو يوعکس وښودلو.
دسوات په شمال کې بهيه سيمه چې دتندلارو وروستۍ ځاله وه په بشپړ ډول له هغوي څخه پاکه کړل شوې او دسوات په لويديز کې دشموزئ سيمې دتندلارو څخه دپاکيدلو په حال کې دي.
جنرال عباس وويل دسوات کومو ځائيونو څخه چې تندلاري له مينځه وړل شوي دغلته دکډوالو په خوندي ډول دبيرته تگ باوري کولو لپاره دپوځ لخوا دلټونې عمليات دوام لري.
پوځي وياند وويل په ملاکنډ کې دتيرو څليريشتو ساعتو په مهال دلټونې دعملياتو په مهال ٢٢ تندلاري ووژل شول او ٥ نور ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي وويل په شموزئ پل امنيتي ځواکونو ١٤ جنګيالي وژلي دي.
هغه وويل امنيتي ځواکونو دسوات بيها سيمو له تندلارو څخه په بشپړ ډول پاکه کړې او دچپريال جنوبي سيمه برټانه پاکه کړل شوې ده.
دجنرال اطهر عباس له مخې په بحرين کې ځايې جرګې پوځيانو ته يو ترهه ګر سپارلى او ٤ نور جنګيالي هم په وينايي پل پوځيانو نيولي دي.
پوځي وياند زياته کړه تيره ورځ په بره دير کې قامي لښکر ٨ ترهه ګر وژلي، ١ يې ټپي کړى او يو بل په تيښته کې بريالى شوى دى.
جنرال عباس وويل امنيتي ځواکونه دباجوړ چارمنګ تحصيل هم دتندلارو څخه پاکولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
بل لوري ته نن دګل په ورځ ميډيا په شمالي او جنوبي وزيرستان قبائيلي سيمو کې پوځي عملياتو کې د٢١ؤ جنګيالو دوژنې راپورونه ورکړي دي.
خو پوځي وياند جنرال عباس پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې په دغه هکله هيڅ ونۀ وئيل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG