لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شورا نگهبان د ایران د انتخاباتو نتیجې پرځایې ساتلې دي


ایراني میډیا وایي د هیواد تر ټولو طاقتورې ادارې شوری نگهبان د انتخاباتو د نتیجو په ځایې ساتلو اعلان کړی دی.
شورا نگهبان ویلي د جمهورریاستۍ لانجمنو ټاکنو کې کومه لویه ټگي نه ده شوې.
د شورا ویاند ویلي د گډوۍ اکثره شکایتونه د انتخاباتو کولو نه وړاندې درج کړل شوي وو. نه چې د ټاکنو په وخت یا د ټاکنو وروسته وروسته ورته ورکړل شوي وو.
بلخوا دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون په ايران کي دجمهوررئيس له ټاکنو وروستو د پيدا شوي تاؤژن وضعيت، داړي گړي څخه دډکو پيښو، مظاهره چيانو دنيونې او ايراني چارواکو لخوا دطاقت دکارول کيدو دسم لاسي ختمولو غوښتنه کړې ده او امريکا وايي اوس هم ايران سره سفارتکارۍ ته ترجيح ورکوي.
دمطبوعاتي راپورونو له مخې عمومي سکتر بانکي مون پخپل يو جاري کړل شوي بيان کې په ايراني حکومت ټينگار کړى دى چې دبشري او سياسي حقونو په ځانگړې توگه درايې ازادي ، جلسو جلوسونو او معلوماتو پورې درسدحقونو ته درناوي يقيني کړي او دخبرو اترو او قانوني لارې دې اختلافونه له مينځه يوسي.
بانکي مون هيله څرگنده کړې ده چې چې دايراني اولس خواهشونو ته به درناوى ولرل شي.
بل لوري ته په واشنگټن کې ميډيا سره دخبرو په مهال دامريکا دخارجه محکمې وياند ايان کيلي ويلي دي واشنگټن اوس هم ايران سره سفارتکارۍ ته ترجيح ورکوي.


Keywords: Iran, UN, guardian , council, elections, United states

XS
SM
MD
LG