لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: دجاسوسي الوتکومشکوکې بريدکې شپږکسان وژل شوي


راپورونه وايي په جنوبي وزيرستان کې يوې مشکوک امريکايي جاسوسي الوتکې دطالبانو دروزنې په مرکز درې ميزائيلونه داغلي چې پکې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دپاکستاني پوځيانو هم دغلته دپاکستاني طالبانودمشر بيت الله محسود په ضد دعملياتو ټولې تيارۍ سرته رسولي دي
سرچينې وايي په لدها کلي کې دمحسود په ځالو دجيټ الوتکو گوله باري هم شوې ده چې پکې دگڼو تندلارو دوژل کيدو انديښنه ده.
يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل باور کيږي بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دغه بريد دافغانستان پولې ته نزدې جنوبي وزيرستان کې دمکين په غرييزه سيمه نيج نيرايي کلي کې ترسره کړى دى.
نيج نيرايي دطالبانو دمشر بيت الله محسودمرکز گڼل کيږي.
دامريکا پوځ په اصولي توگه ددغه رقم بريدونو پخلى نۀ کوي خو دهغوي وسله وال پوځ او استخباراتي شبکه سي ايي اى چې په افغانستان کې خپل فعاليتونه ترسره کوي يواځينى پوځ دى چې په سيمه کې دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو دبريدونو توان لري.
دبيت الله محسود په ځاله دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دغه بريد وروستو له هغې وشو چې دجنوبي وزيرستان شاوخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دهغه مخالف طالب کمانډر قاري زين الدين نن سحر په ډزو سره ووژلى شو.
دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په خاوره له ٤٠ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونه ترسره کړي چې پکې دالقاعده دځينو مهموکمانډرانواؤطالب جنگيالو په گډون شاوخوا ٤٠٠ کسان وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ دا مهال پخپله هم دصوبه سرحد سوات،شانگله، بونير او بره دير کې ددغو جنگيالو په ضد جنگيږي او وايي دطالب مشر بيت الله محسود دله مينځه وړلو لپاره دهغوي راتلونکى هدف قبائيلي سيمې دي.
خو څيړونکي وايي دپوځ لپاره به په قبائيلي سيمو کې جگړه له دې امله ستره ستونزه ثابته شي چې دغلته دغرييزو سيمو تربيه شوي دبيت الله محسود تر ٢٠ؤ زرو پورې جنگيالي گاونډي هيواد افغانستان ته داوړيدلو توان هم لري.
دامريکا ددفاع يو لوړپوړي چارواکي دروانې مياشتې په لمړيو کې ويلي وؤ په جنوبي وزيرستان کې څۀ رقم عمليات دپولې دواړو غاړو ته په موجودو تندلارو سخت فشار راوړلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG