لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : د ډرون په بریدونو کې په لسگونو طالبان وژل شوي دي


رپوټونه وایي د افغانستان پولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دنهې په ورځ دبې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکې لخوا ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 60و نه اوړیدل ده.
په دغه بريد کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي وؤ او سرچينې وايي دژوبل کسانو له جملې څخه نن دشورو په ورځ ١٢ کسان نور هم مړۀ شوي دي.
دغه بريد دنهې په ماښام هاغه مهال شوى ؤ چې سحر په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود پلرني کلي شوبي خيل کې دجاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي بريد کې دوژل شوي تندروه کمانډر خوجه لى خان دجنازې نمونځ ترسره کيدلو.
سرچينې وايي په دغه مهال په سوونو خلک دجنازې نمونځ کې راغونډ وؤ چې جاسوسي الوتکو پرې دوه ميزائيل وداغل.
دبريد له امله ٦٥ کسان په هاغه مهال وژل شوي وؤ او ٦٠ نور ژوبل شوي وؤ.
سرچينې وايي په وژل شوؤ کې زياتره دبيت الله محسود ملاتړي تندلاري دي.
په دغه بريد کې دبيت الله محسود لخوا ځلميو هلکانو ته دځانمرګي بريدونو دتربيې ورکوونکو دوؤ مهمو کمانډرانو قاري حسين او قاري سنګين دوژنې اطلاعات هم رارسيدلي دي.
خو تر دې مهاله يې تصديق نۀ دى شوى.
په کوم ځايې کې چې دغه پيښه رامينځته شوې هغه په بشپړ ډول دطالبانو دواک لاندې ده ځکه نو مطبوعاتو ته په دغه پيښه کې دوژل شوؤ کسانو په اړه دقيق معلومات راټولول يو ستونزمن کار دى.
په سرکاري توګه دپاکستان دپوځ له اړخه ددغه پيښې په هکله تر دې مهاله هيڅ رقم دريځ مخې ته نۀ دى راغلى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG