لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ : عملياتو کې اووه جنگيالي اوشپږ پوځيان وژل شوي دي


د پاکستان پوځ وايي دصوبه سرحد په سوات او دير سيمو کې يې دتندلارو پر ضد روانوعملياتو کې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال اووه جنگيالي وژلي او اووه يې نور نيولي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي په سوات او دير کې جنگيالو سره نښته کې د٢ؤ پوځي مشرانو په گډون شپږ عسکر هم وژل شوي او ٣ نور ژوبل شوي دي.
پوځ وايي دسوات په سخره سيمه کې يې ١ جنگيالى وژلى، ٣ پټ کړل شوي گاډي او وسله يې هم لاسته راوړې ده.
دپوځ له مخې دسوات په چارباغ ،منگلټن سيمه کې دلټونې دعملياتو په مهال د٢ؤ پوځي مشرانو ميجر عتيق او کيپټن امير په گډون ٦ ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړو او درې نور ټپيان شول.
په کبل، اخون کلي،ډيډهراه، ښزنه او گاردي سيمو کې پوځيانو خپلې پښې مضبوطې کړي دي .
پوځ زياتوي دکالام سره نزدې په کوز لائيکوټ کې ځايې جرگې دامنيتي ځواکونو کمانډر سره وليدل او دخپل ملاتړ باور يې ورکړو.
هغوي په دې خبره رضا شول چې امنيتي ځواکونو ته به هر رقم اطلاعات ورکوي او دسيمې دخوندي کولو لپاره به يوه دفاعي کميټه هم جوړوي.
امنيتي ځواکونو په غواليرايي سيمه کې ځايې کمانډر عالمگير دخپل پلار سره نيولى دى.
ددير په هکله دپوځ وينا ده په کوټه سيمه کې امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات ترسره کړل او دغلته په نښته کې ٦ جنگيالي وژل شوي،٧ ژوندي نيول شوي او دهغوي څخه واړۀ مشين گنونه هم لاسته راوړل شوي دي.
بل لوري ته سرچينې وايي قبائيلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې دقبائيلو ترمينځ په تازه نښتو کې نور ٧ کسان وژل شوي چې له دې وروستو تيرو ٩ؤ نهو ورځو څخه په روانو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شمير ٣١ؤ ته رسيدلى دى.
دواړه خواوې ديو بل په ضد درنې او خودکاره وسلې کاروي.
دغه نښتې وروستو له هغې پيل شوې وې چې ٩ ورځې دمخه دکرمې ايجنسۍ په بالش خيل چيک پوسټ تندلارو بريد ترسره کړو.
له دې وروستو دغلته نور تندلاري هم ورغلل او قبائيل يو بل سره ونښتل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG