لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ هالبروک : پاکستان څخه په امريکا دبريدونو پلانونه جوړيږي


د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا جمهوررئیس باراک اوباما ځانګړي استازي رچرډ هالبروک ويلي دي دپاکستان دباثباته کولو هڅه دامريکا په لمړيو ترجيحاتو کې شامله ده.
داستازو دايوان يوې کميټې ته دحال احوال تيرولو په مهال رچرډ هالبروک وويل پاکستان دسختو ستونزو سره مخ دى چې پکې اړى ګړى او اقتصادي ستونزې شاملې دي.
هغه وويل پاکستان کې په لکونو خلک دتندلارو له امله بې کوره شوي دي.
ځانګړي استازي وويل په پاکستان کې داسې ډلې موجودې دي چې دامريکا په ضد دبريدونو پلانونه جوړوي خو دامريکا پوځ دافغانستان په څير پاکستان کې ځمکني عمليات نۀ شي ترسره کولى.
هالبروک دپاکستان لپاره د1.4 بلين ډالرو دجنګي امداد بل او دبې کوره شوؤ لپاره ددوؤ سوؤ ډالرو دامداد په منظورۍ دايوان څخه مننه وکړه.
هغه هيله څرګنده کړه چې اټلي کې د جي ايټ هيوادونو غونډه کې شاملو قامونو به هم ټينګار وکړي چې هغوي هم دپاکستان مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG