لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال کياني د جنوبي وزيرستان څخه ليدنه کړې ده


دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني نن دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه په داسې حال کې ليدنه کړې چې دغلته دطالبانو دمشر بيت الله محسود په ضد دعملياتو ټولې تيارۍ سرته رسيدلي دي.
جنرال کياني په جنوبي وزيرستان کې دپوځ مشرانو او دتندلارو په ضد دعملياتو لپاره گمارل شوؤ عسکرو سره وليدل او ورسره يې خبرې اترې وکړې.
په دغه مهال جنرال کياني ته په جنوبي وزيرستان کې دروانو عملياتو اؤ سيمه ييز وضعيت په هکله تفصيلي حال احوال تير کړل شو.
نوموړي دپوځيانو اعلي کارکردگي او مورال وستائيلو اؤ دعملياتو څخه په بشپړ ملاتړيې ددغه ځايې داولس مننه وکړه.
دپوځ سرلښکر دځايې قبائيلو لخوا دترهگرۍ دله مينځه وړلو لپاره دپوځ سره په مرسته دهغوي څخه مننه وکړه اوې ويل قبائيلي مشران دې له سيمې نه دترهگرو دله مينځه وړلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
هغه وويل دپاکستان پوځ په سيمه کې دحکومتي واک پځايې کولو لپاره په منصوبه عمل کوي اوپه دغه مهال به داولس دلږ ترلږه ځاني او مالي زيان يقييني کولى شي.
دپاک پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني جنوبي وزيرستان ته دغه سفر وروستو له هغې کړى چې تيره ورځ په جنوبي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکو ديو تندلاري کمانډر په جنازه بريد هم ترسره کړى ؤ چې پکې په لسگونو جنگيالي وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG