لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان بمې چاودنې څلور کسان وژلي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ريموټ کنټرول بمي بريد کې ٤ پوځيان وژل شوي او ١٨ نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ په دغه بريد کې د٣ؤ پوځيانو دوژل کيدو او ١١ؤ دژوبل کيدو پخل کړى دى.
راپورونه وايي دامنيتي ځواکونو کاروان دميرانشاه څخه بنو ته روان ؤ چې په دغه مهال پرې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه.
ژوبل پوځيان دتداوۍ لپاره دهيلي کاپټر له لارې روغتون ته رسول شوي دي.
له بريد وروستو دبنو ميرانشاه روډ دهر رقم تگ راتگ لپاره تړل شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG