لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د ولکې لاندې کشمېر کې ځان وژونکی برید پوځیان وژلي


د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمېر کې په په لومړي ځل په پاکستانی پوځ ځان وژونکي برید شوی. په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوی دي او درې ژوبل دي.
د جمعې په ورځ دپاکستان دانتظام لاندې دکشمير پلازمينه مظفراباد کې دپوځ يو گاډي سره نزدې ځانمرگي بريد کې دوه پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې يو ځانمرگي په مظفراباد کې دشوکت لائنز سره نزدې دپوځيانوپه گاډي ځانمرگي بريد ترسره کړو چې له امله يې دوه عسکر مړۀ او درې نور ژوبل شول.
په دې وروستيو کې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې گڼ شمير ځانمرگي بريدونه ترسره شوي چې پکې په لسگونو خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي خو دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې ترسره شوى دغه لمړى ځانمرگي بريد ؤ. د پاکستان د کشمېر په لانجمنه سیمه کې مرکزونه لري په دوي تور دی چې دغلته یو شمېر جهادي تنظیمونه روزي او بیا د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې بې جگړو ته لیږي.

XS
SM
MD
LG