لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اداریه :  د سراج الدین حقاني په اړه د امریکې حکومت نظر


سراج الدین حقاني د افغانستان پایه تخت کابل کې په سیرینا هوټل باندې بمی برید کې حکومت ته پکار دی.
برید تیرکال د جنورۍ په میاشت کې شوی وو او شپږ کسان یي وژلی وو. نوموړی د افغانستان دی او په خټه پښتون دی.
او داسې باور کیږي چې دپاکستان قبایلي سیمه کې پټ دی.
عمر یې 37 کاله، قد یې ١٦٩ سینټي مېټره دی. وزن یې اته شپیته کلو گرمه ده. ویښته یې تور دي.
او د خلیفه په نوم هم پېژندل کېږي. سراج الدین حقاني د هغې ترهگره شبکې یو لوړ رتبه مشر دی چې د ده پلار جلال الدین حقاني جوړه کړی.
او د القاعدې سره نزدې اړیکې لري.
نوموړي منلې چې تېر کال د جنورۍ په 14 مه نېټه یې په سرینا هوټل برید کړی.
په برید کې یو امریکایي هم وژول شوی وو. دا یې هم منلی چی تېر کال د اپریل په میاشت کې افغان جمهورئیس کرزي د وژنې هڅه کړی وه او دا چې په افغانستان کې به د امریکا او ایتلافي ځواکونو باندې حملې کوي.
د انصاف لپاره د انعام په نوم پروگرام د سراج الدین حقاني نیولو یا محاکمه کولو په اړه د معلوماتو ورکولو په لړ کې د پنځه ملینو ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.
امریکا وایي په دغه هکله ټول رپوټونه به څېړل کیږي.
او د معلوماتو ورکونکو شناخت به پټ ساتل کېږي. او که مناسب وه نو امریکا کولې شي چې معلومات ورکونکي کوم بل ځایې کې خوندي کړي.
که تاسو ددې تن په اړه معلومات لرۍ نو په سیمه کې د امریکې نزدې سفرت پرې خبر کړی. دغه معلوماتو ورکولو لپاره دا وبپانړه یادې ساتۍ.
www.rewardforjustice.net
او یا RFJ@state.gov ته ایمیل وکړۍ.

XS
SM
MD
LG