لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود په ځایونو بمبارې، ١٢ جنگيالي وژل شول


چارواکي وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دپاکستاني طالبانودمشر بيت الله محسود شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې لږ ترلږه ١٢ جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي ځواکونو لخوا دبيت الله محسود په ضد عملياتو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې تيره ورځ دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کيانيپخپله جنوبي وزيرستان ته ورغلى او دغلته يېدتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه بشپړ جاج واخستو.

يو ځايې امنيتي چارواکي سيد اکبر خانخبريالانو ته ويلي دي دوؤ پاکستاني جيټ الوتکو دجنوبي وزيرستان په مکين او لدها سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړې چې پکې ١٠ جنگيالي وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي.

مکين او لدها په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرکزونه گڼل کيږي، څوک چې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دځانمرگو بريدونو تر شا ککړ بللى شي.

بمبارۍ کې دوژل شوؤ جنگيالو شميره په ازاده توگهځکه نۀ شي تصديق کيدلىچې په سيمه کې غیر یقېنې امنیت په وجه ژورنالستانو ته دغو ځائيونو ته په ورتگ کې خنډان راولاړشوي دې.

راپورونه وايي دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دتندلارو دوه ځالې هم له مينځه تللي دي.

يو حکومتي چارواکي وويل دخالي په ورځ دجنوبي وزيرستان په مرکز وانا کې دامنيتي ځواکونو په کيمپ اؤ قلعه تندلارو ٦ راکټونه وداغل.

هغه وويل له وروستو امنيتي ځواکونو دهغوي په ضد ځوابي عمليات پيل کړل.

ځايې حکومتي چارواکي اله باغ خان خبريالانو ته ويلي دي په دغو عملياتو کې ٢ طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په سيمه کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو له امله خلک په لويې شمير کې شمالي وزيرستان او دصوبه سرحد خوندي سيمو ته کډې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG