لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: بمبارۍ کې اته جنگيالي وژل شوي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې طالبانو مشر دبيت الله محسود پر ضد پوځي عمليات دوام لري او جيټ الوتکو دلدها په شاوخوا سيمو بمباري کړې ده چې له امله يې گڼ کورونه تباه شوي او لږ ترلږه اته جنگيالي وژل شوي دي.
د پوځ له مخې دجنوبي وزيرستان په لدها، مکين او سراروغه سيمو کې دجنگيالو دروزنې مرکزونه، ځالې او دځمکې لاندې جوړل کړل شوي دوسلو ايښودلو کندې په نخښه کړل شوي دي.
دپاکستان پوځ پخپل جاري کړل شوي بيان کې ويلي دي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې نن تندلارو په تنايي قلعه بريد کړى دى چې له امله يې يو پوځي مشر وژل شوى دى.
همدغه راز راپورونه وايي په وانا کې دمليشه ځواکونو په قلعه تنايي او ارمي کالونۍ تندلارو دمارټرو بريد کړى چې پکې دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
دسوات په هکله دپاکستان پوځ وايي امنيتي ځواکونو دکوکارايي څخه گيرچاپيره سيمه له تندلارو څخه پاکه کړې ده او يو ځايې تندلارى کمانډر اکبر، سليم او دځانمرگيو بريدونو تربيه ورکوونکى عبدالرحمان يې نيولي دي.
پوځ ادعا کوي چې له کوکارايي څخه يې دځانمرگي بريد لپاره چمتو شوى يو موټر او رکشه هم لاسته راوړي دي.
دسرچينو له مخې دبره دير په غازي گۍ سيمه کې د قامي لښکر اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې ٤ جنگيالي وژل شوي او ٥ نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG