لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو مشر بیت الله محسودخپله سیمه کې په نخښه کړی شوی دی  


پوځ وايي پاکستان کې د طالبانو مشر بیت الله محسود د جنوبې وزیرستان په خپله سېمه مکین کې موجود دې او د هوايي بریدونو د لارې په نخښه کې اخستل شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر ویاند میجر جنرل اطهر عباس وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره د اتوار په ورځ مرکه کې وویل چې بیت الله محسود ځکه هم په نخښه کیږي چې د هغه په سیمه کې به د ځانمرگې بریدونو پلانونه جوړیدل او ورسته به دغه حملې د پاکستان په بندوبستې سېمو کې ترسره کیدې.

میجر جنرل اطهر عباس دا وو نه ویل چې آیا بیت الله محسود په بریدونو کې مړ او یا ژوبل شوی دی او که نه. هغه وویل چې پوځ په جنوبې وزیرستان کې د لارو په پرانستلو او دا په امنیتي توگه د خوندې کولو په عملیاتو کې بوخت دی.

د بیت الله محسود په حکله د میجر جنرل اطهر عباس وینا په داې وخت کې راغلې ده چې د پاکستان حکومت د بيت الله محسود او دهغه نورو ١٠ؤ ملگرو په سرونو انعامونه ويستلي دي

په پاکستاني ورځپاڼو کې دحکومت لخوا په چاپ شوؤ خبرتياوؤ کې ويل شوي هر چا کۀ دبيت الله محسود په اړه حکومت ته څه معلومات ورکړل نور ورته به ٥ کروړه روپۍ انعام ورکول کيږي.

په دغه خبرتيا کې دمشر بيت الله محسود دمرستيال او په باجوړ کې د طالبانو مشرمولوي فقير محمد په سر هم يونيم کروړ روپۍ انعام ايښودل شوى دى.

دپاکستان دحکومت څخه وړاندې دامريکا حکومت هم دبيت الله محسود په سر د٥٠ؤ لکو ډالرو انعام ايښودلى ؤ.بيت الله محسود دپاکستان څخه علاوه امريکا ته هم پکار دى.

خپله مرکه کې، د پوځ ویاند اطهر عباس په سوات کې د عملیاتو په اړه هم خبرې ووکړې او ویی وویل چې هلته هم د طالبانو مشران په نخښه کړی شوي دې خو د هغوې د مرگ، ژوبلې په هکله مصدقه اطلاعات به هله مخ ته راځې چې اپریشن ختم شې او پوځ ټولې سېمې وولټوې او ثبوتونه ترلاسه کړې چې کوم تن چرته مړ او چرته خخ شوی دی.

هغه وویل چې سوات کې به پوځ په مستقل توگه پرځاې کېږې او هلته به پوځې چاوڼئ جوړل کیږې. هغه زیاته کړه چې سوات کې به د پولیس شمیره هم زیاتول کیږې او د ځاې مشرانو په مرسته به داسې هڅې کیږې چې طالبان بیا په سیمه کې رامنځته نشې.

هغه وویل چې په مینگوره ښارد بیا رغونې کارونه روان دې او تباه کړی شوي سړکونه او پلونه بیا جوړول کیږې او ډیر زر به مینگوره محفوظه کړی شې او ځاې خلک به ووکړی شې چې خپل ښار ته ستانه شې.

XS
SM
MD
LG