لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال  پيټرياس   دپاکستان پوځ مشر جنرال کیاني سره ليدلي دي


د امريکا پوځي مشر جنرال ډيوډ پيټرياس په يوه ورځنۍ دوره پاکستان ته رسيدلى دى او دپاکستاني پوځ لخوا په يو لنډ جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي هغه دپينډۍ پۀ جنرل هيډکوارټر کې دپاکستاني پوځ دمشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره داړونده خوښۍ په چارو غږيدلى دى
دسرچينو له مخې دپاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني په دغه ليدنه کې پر امريکا ټينګار کړى دى چې دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان سره پيوست افغان پوله باندې دې دجنګيالو څارنه نور هم کلکه کړل شي چې دغه شان جنګيالي دپاکستان خاورې ته راوانۀ وړي.
سرچينې وايي ددواړو پوځي مشرانو ترمينځ ليدنه کې افغانستان کې دنوې امريکايي تګلارې په تکنيکي اړخونو، دترهه ګرۍ پۀ ضد روانه جګړه ، پاک امريکا دفاعي چارو، دپاکستان اؤ افغانستان په سرحدي وضعيت اؤ پۀ قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو خبرې وشوې.
دامريکا پوځي مشر جنرال اشفاق پرويز کياني دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په پاکستان کې دروانو پوځي عملياتو په هکله نيغ په نيغه په داسې حال کې غږيدلى دى چې دا مهال دپاکستان دصوبه سرحد په سوات، بونير او دير کې دطالب جنګيالو په ضد اؤ په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دطالبانو دمشر بيت الله محسود په ضد پوځي عمليات پيل کړي دي.
نن دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وائس اف امريکا سره دخبرو په مهال وويل دطالبانو مشر بيت الله محسود پخپله سيمه کې په نخښه کړل شوى دى.
دپاکستان دپوځ لخوا دبيت الله محسود په نخښه کولو ادعا په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې حکومت هم دبيت الله محسود اؤ دهغه د١٠ؤ ملګرو په سر دکروړونو روپو دانعام ورکولو اعلان کړى دى.
دپاکستان حکومت په قبائيلي سيمو دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو پريکړه وروستو له هغې وکړه چې يو شمير امريکايي چارواکو دمخه ويلي وؤ دغه تندلاري دقبائيلي سيمو څخه په امريکا دبريد کولو پلان جوړوي.
جنرال عباس وويل بيت الله محسود ځکه په نخښه کيږي چې دهغه په سيمه کې به دپاکستان په بندوبستي سيمو دځانمرګي بريدونو پلانونه جوړيدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG