لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان : عملياتو کې نور ١٥ جنگيالي وژل شوي دي


جنووبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لرياو راپورونه وايي په سام او لدهاسيمو کې جيټ الوتکودتندلارو دپټيدو ځائيونه په نخښه کړي چې پکې نور ١٥ جنگيالي وژل شويدي.

استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط ويلي دي دجنوبي وزيرستان په کاني گرم کلي کېدتندلارو داستعمال لاندې حجره امنيتي ځواکونو له الوتکو څخه په نخښه کړې چې پکې ٤ تندلاري وژل شوي دي.

په ازاده توگه په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو يا دمړو شميرهنه ده تصدیق شوې.

همدغه راز دسرچينو وينا ده دجنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې په يو جومات دنمانځه په مهال دمارټر گوله پريوتې چې پکې ٣ کسان وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.

بل لوري ته سرچينې وايي دجنوبي وزيرستان په شاه عالم سيمه کې امنيتي ځواکونودځمکنيو عملياتو په ترڅ کېدتندلارو ١١ گاډو او دهغوي ١٠٠ؤ ځالو ته اور اچولى دى.

په زيړه نور امنيتي کيمپ تندلارو راکټونه داغلي خو کومه مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.

دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان سره پيوست ټانک سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې دعملياتو په مهال دټانک ضلعې څخه دطالبانو کمانډر رشيدالله او دهغه مرستيال اکرام الله وژل شوي دي.

دغه طالب جنگيالي دټانک په شاوخوا سيمو گره بډها او صابر اباد سيمو کې دلټونې دعملياتواو دهغوي يو بل جنگيالى عمثان په ټانک جنډوله روډدنامعلومو کسانو په ډزو وژل شوي دي.

په ټانک کې دروانو لټونې عملياتو په مهال وژل شوي .

دسرچينو له مخې ددغو وژل شوؤ ټولو کسانو تعلق دبيت الله محسود دډلې سره دى.

يو لوړپوړي پوليس چارواکي عبدالرشيد خبريالانو ته وويل دگل په ورځ په ټانک کې نن سحر امنيتي ځواکونو دتندلارو ځاله په نخښه کړه چې پکې ٢ شکمن تندلاري وژل شوي او٩ يې نور ژوندي نيولي دي.

پاکستاني پوځيانو په جنوبي وزيرستان کې دا مهال دبيت الله محسود په ضد عمليات پيل کړي او حکومت تيره ورځ دهغه دمړ، ژوندي يا دهغه دځايې په هکلهچارواکو ته ددقيقو معلوماتو ورکوونکو لپاره د٥ؤ کروړو روپو دانعام ورکولو اعلان هم کړى دى.

XS
SM
MD
LG