لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي وياند:دوزيرستان بريد کې ددريوؤ افسرانو  په ګډون ١٦ پوځيان وژل شوي دي


دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دگل په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دتير يو شواروز دننه په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان او دصوبه سرحد په سوات سيمه کې ١٨ جنگيالي او ددريوؤ پوځي افسرانو په گډون ١٦ پوځيان وژل شوي دي.

هغه وويل په وزيرستان کې هيڅ رقم پوځي عمليات نۀ دي روان اؤ دغلته په پوځي کاروان پارونکى بريد شوى دى.

ښاغلي عباس زياته کړه دشمالي وزيرستان په اينځرکڅ سيمه کې وسله والو جنگيالو په پوځي کاروان هاغه مهال بريد وکړو چې دغه کاروانله غرلمۍ څخه وچه بي بي سيمې ته روان وؤ.

امنيتي ځواکونو له دې وروستو سمدستي ځوابي عمليات پيل کړل او ١٠ تندلاري يې ووژل.

هغه وويل په دغه بريد کې ليفټننټ کرنل طاهر، کيپټن عابد اؤ ليفټننټ زيشان په گډون ١٢ عسکر تيره ورځ وژل شوي وؤ اوڅلورو نوروپه پوځي روغتون کې ساه ورکړه چې ددې سره دوژل شوؤ پوځيانو شميره ١٦ؤ ته ورسيدلې ده.

نوموړي دا هم وويل په دغه بريد کې ديوپوځي افسر په ګډون ٦ پوځيان ژوبل شوي دي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عباس وويل دترهه گرو ټول تربيتي مرکزونه له مينځه وړل شوي دي او سوات کې به روان عمليات په راتلونکو څو ورځو کې سرته ورسول شي.

هغه وويل دتندلارو په ضد دروانو عملياتو مقصد دحکومت واک پځايې کول دي او دا مهال دبونير او سوات په مينځ سيمه امنيتي ځواکونو واک ترلاسه کړى دى.

دنوموړي وينا وه دا مهال دتندلارو په وروستي مرکز شاه ډهيرۍ کې عمليات روان دي او په دير کې دقومونو لښکر دترهه گرو مقابله کوي.

دپوځي وياند له مخې دسوات په خوازه خيلې سيمې کې هم ٨ تندلاري وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG