لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه به روس ته سفر کوي


د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه به روسې چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د روس سرښار ماسکو ته سفر کوې.

څیړونکې وايی که څه هم باراک اوبامه د روس په اړه خپله پالیسې په تفصیل نه ده واضعه کړې، روسې چارواکې وايي دوې د امریکې نوي حکومت لخوا د ماسکو او واشنگټن تر منځ تعلقاتود ښه کولو په لړ کې مثبتې اشارې تر لاسه کړې دې.

په روس کې سیاسې کارکونکې وايي چې باراک اوبامه به د عملې پالیسو تر مخه روس سره همکارې زیاته کړې خو په روس کې د جمهورې اصولو د پرمختگ لپاره کوم گام وا نخلې.

په مۍ کې روسې خارجه وزیر سرجې لیوراو د امریکې د سفر په محال باراک اوبامه وویل چې موجوده وخت د روس او امریکې لپاره د اړېکو ښه کولو ډیره ښه موقعه ده.

باراک اوبامه وویل چې دواړه هیوادونه په یو شمیر مدونو کې همکارې کولی شي. هغه دغه مدونه په نخښه کړې هغه وویل د اېټمې وسلو او ایټمې خپرونې، نه واخلې په افغانستان او پاکستان کې وضیعت، د ایران مسله څه رنگ حل کولی شې، د منځنې ختیځ په اړه څه کولی شې او د دواړه هیوادونو تر منځ اقتصادې تعلقات او د نړې وال معاشې کړکیچ په اړه په گډه کار کولی شې.

د روس خارجه وزیر لیوراو هم د باراک اوبامه وینا ته مثبت ځواب وړاندې کړو او وې ویل چې روس او امریکا په عملې او کاروبارې انداز کې کار کولی شې، د مشترکه مفاداتو په اساس او د یوبل لپاره د احترام په اساس د یو بل سره اختلاف هم لرلی شی او ددغه اختلافات کمولو لپاره کار هم کولی شې.

د روس او مریکې یو مهم مشترکه مفاد د اېټمې وسلو کمول دي. باراک اوبامه او د هغه روسې همکار په هغه رپورټ هم کتنه کوې چې د دواړه هیوادونو تر منځ د ایټمې وسلو کمولو معاهده د بیا نوي کولو لپار تیار کړی شوی دی. دغه معاهدې ته سټارټ یا سټراټیجک ارمز ریډکشن ټریټې ویل کیږې یعنې د سټراټیجیکې وسلو کمولو لپاره معاهده.

په ماسکو کې څیړې ادارې څیړن کار وکټر کرېمن یوک وايي ددې معاهدې د لارې امریکا او روس په نورو مدونو کې هم همکارې زیاتولی شې.

څیړونکې وايي په سټارټ معاهدې د پرمختگ د لارې روس او امریکا کولی شې ایران د اېمې وسلې ترلاسه کولو نه ووساتې او د امرېکې لخوا په یورپ کې د مزائلوددفاع نظام پرځاې کولو پلان باندې هم پرمختگ وو کړې. روس ددغه پلان مخالفت کوې.

په روس کې د سیاسې حالاتو په هکله وویل کېږې چې هلته پولیس د سیاسې مظاهره کونکو خلاف تشدد کوی او دا پوښتنې راپورته کوې چې روس سیاسې مخالفینو سره څه رنگ سلوک کوې. د بشرې حقونو ساتونکې وايي باراک اوبامه لپاره روس کې سیاسې ازادۍ تر ټولو مهمه خبره وی خو ویره لرې چې داسې به نوي.

په مارچ کې د امریکې د روس په اړه د پالیسۍ کمیشن غړو د روس صدر دمترې مدودیو سره وولیدل. د کمیشن غړو د باراک اوبامه نه غوتنه ووکړه چې روس کې د انسانې حقونو مسله دې راپورته کړې خو دا وړاندیز يې هم ووکړو چې هغه دې باید د روس خپل واکۍ، تارېخ او روایاتو خیال هم ووساتې.

خو ماسکو کې ایگور کلیمکن، څوک چې د لبرل مشن فاونډیشن په نومې تنظیم کارکونکی دی وايي روس کې قانون اوروایات غیر خبرې دې ځکه چې هلته حکومتونه د امرانو وي. خو هغه دا هم وايي په روس کوم بهرنی فشار کومې گټې ترلاسه نه کړی شې.

د جمهورریاستې انتخاباتو لپاره د هلو ځلو په محال به براک اوبامه وویل امریکا دې د دې نه باید ډډه وو نه کړې چې ووغواړې روس کې دې جمهوریت او شفافیت پرځاې کړی شې. هغه په به دغه خبره څومره ټنگار کوې، دا به په راتلونکې میاشت کې د هغه د روس سفر نه معلومیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG