لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمني الوتکه بحرهند کې پريوتې ده


د يمن دسرکاري هوايي کمپنۍ دمسافر وړونکو الوتکه چې پکې دالوتکې دعملې په گډون ١٥٣ کسان سوارۀ وؤ دچارشنبې په سحر بحر هند کې له پريوتو وروسته تباه شوې ده.
دچارواکو له مخې ديمن دغه الوتکه ديمن پلازمينه صناء څخه کامروس ته تلله چې پکې ١٤٢ مسافر او دعملې ١١ غړي سوارۀ وؤ.
په دغو مسافرو کې دزياترو تعلق کامروس سره ؤ چې دپيرس څخه ديمن په لاره واپس روان وؤ.
لمړي راپورونه وايي دغه پيښه دموسم دخرابتيا له امله رامينځته شوې ده.
ديمن دالوتکو څانگې سره تعلق لرونکي چارواکي وايي ددغه تباه شوې الوتکې ملبه دکامروس سره نزدې په بحر هند کې ترلاسه شوې ده او دامدادي هلو ځلو لپاره ډلې روانې شوي دي.
هغوي وايي په سمدستي توگه دا نۀ شي ويلى چې په الوتکه کې ناستو مسافرو کې څوک ژوندي پاتې شوي که نه .
کامروس په دريوؤ جريزو مشتمل يو افريقايي هيواد دى چې دمډغاسکر او موزمبيق سره نزدې موقعيت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG