لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر ایجنسۍ : د حکومت پلوه مشر د وژلو وروسته د تورخم لار تړل شوې وه


چارواکي وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې حکومت پلوه قبائيلي مشر گلي شاه کُکي خيل سره ددريوؤ ساتونکو وژل شوى دى.
وسله والو کسانو په نوموړي هاغه مهال دخيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې بريد وکړو چې هغه دپيښور څخه راروان وؤ.
په دغه بريد کې قبائيلي مشر سخت ژوبل شو او روغتون ته درسولو په هڅه کې يې په لاره کې ساه ورکړه.
په طالب مخالف قبائيلي مشر گلي شاه کُکي خيل له دې وړاندې هم دوه ځله ناکامه بريدونه شوي وؤ او دهغه دکورنۍ غړي وايي تيره مياشت هغه ته يو ليک هم ترلاسه شوى چې پکې ورته دمرگ گواښ شوى ؤ.
دهغه دمرگ دخبر په خوريدو سختې ډزې پيل شوې چې له امله يې ځايې خلکو خپل دوکانونه بند او پاک افغان لويه لاره دترافيکو په مخ تړل شوې وه.
خو په پوليسو ، امنيتي ځواکونو، سرکاري ودانيو او نورو پيښو کې دډيره اسماعيل خان سره پيوست قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې موجود طالب جنگيالي ککړ بلل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG