لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: بمي بريد کې دوه پوليس وژل شوي


د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې دپوليسو يو گاډى په بم الوځول شوى چې له امله يې دوه پوليس عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
نن دزيارت په سحر دپوليسو گاډى دپيښور دبيري باغ سيمې څخه تيريدلو چې په دغه مهال دسړک په غاړه ښخ کړل شوي ريموټ کنټرول بم باندې والوځول شو.
په دغه پيښه کې ددوؤ وژل شوؤ عسکرو جنازه دپيښور په پوليس لائن کې ادا کړل شوې او ژوبل کسان روغتون ته ددرملنې دپاره رسول شوي دي.
دپيښې څخه وروسته په ټول پيښور او شاوخوا سيمو کې پوليسو کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
تر دې مهاله هيڅ يوې ډلې ددغه بمي بريد پړه په غاړه نۀ ده اخستې .
دتيرودريوؤ مياشتو راهسې په سرښار پيښور کې دپوليسو په گاډو، تاڼو او چيک پوستو دبمي او ځانمرگي بريدونو لړۍ چټک شوې ده چې تر دې مهاله په دغو بريدونو کې گڼ شمير پوليس وژل شوي او ژوبل شوي دي.
دا مهال دصوبه سرحد دبيلا بيلو سيمو څخه پيښور ته په راغځيدلو لارو ځايې پځايې پوليسو دڅارنې پوستې جوړې کړي او دتلونکو راتلونکو گاډو کلک لټون کوي.
همدغه راز په پيښور او نزدې سيمو کې دپوليس تاڼو مخې په سميټي ، اوسپنيزو خنډانو او کنډه تارونو بندې کړل شوي.
او چاته اجازه نۀ ورکول کيږي چې دتاڼو مخې ته تير شي.
بل لوري ته نن دصوبه سرحد دکوز دير په زين دره سيمه کې نامعلومو تندلارو دپوليسو يوه څوکۍ او دټيلي فون ايکسچينج په بمونو الوځولي دي.
ددغه پيښې څخه وروستو پوليسو ټوله سيمه په گيره کې اخستې او دتندلارو لټون يې پيل کړى دى.
په دغو بمي بريدونو کې دڅه قسمه ځاني زيان خبر نۀ دى ترلاسه شوى.

XS
SM
MD
LG