لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندې عدالت وايي هم جنسي تعلقات کوم جرم نه دی


د هند یوعدالت د نولسمې صدۍ د انگریزانو د وخت ها غه قانون رد کړی دی چې وايي هم جنسې فعل جرم دی.

هند کې د هم جنسو د حقونو ډله کونکو په فیصلې خوشحالۍ ووکړې خو مذهبې مشرانو وویل چې هم جنسې تعلقات د هند د روایاتو او تهزیب سرغړونه ده.

د هند سر ښار نوي دلې کې سترې محکمې یا هاې کورټ خپله فیصله کې وویل چې ددوو بالغ هم جنسو ترمنځ په رضا جنسې فعل په نوي دلې کې کوم جرم نه دی.

د هم جنسو د حقونو پلویانو د تیرو نهو کلونو راهسې هڅې کولې چې د کال اتلسوه یو شپیتم د انگریزانو دوخت هاغه قانون دې ختم کړی شې چې هم جنسې کار يي د فطرت خلاف گرځولی دی او په دی کار کې ککړ تنانو ته به تر لسو کلونو پورې د قید سزا ورکړی کیده.

خپله فیصله کې د دلې ستر عدالت وویل چې دغه ضابطه د هند د اساسې قانون یا ائین تر مخه د بنیادې حقونو خلاف ده.

انجالانه گوپلان، د جنسې صحت غیر حکومتي ادارې ناز فاؤډیشن مشره او د هم جنسۍ پر ضد قانون خلاف یي مقدمه پیل کړې وه، د دلې سترې محکمې د فیصلې هرکلی ووکړو.

که د هند د هم جنسو ټولنې لپاره دغه فیصله یوستر گام دی خو داسې گنړلی کیږي چې د هم جنسو لپاره جگړه له ختمه نه ده. د هم جنسو د حقونو پلویان وايي کیدی شی چې حکومت او یا مذهبې مشران د دلې د عدالت دفیصلې خلاف په سپرېم کورټ کې اپیل ووکړي.

د هند مسلمانانو او عیساې مشرانو د زوړ قانون د لرې کولو سخت مخالفت کړی دی او وايي هم جنسي روابط د هند د روایاتو خلاف دي.

د هند حکومت وايي د دلې د عدالت د فیصلې به جاج اخلې او وړاندې يي په زوړ قانون کې د کوم بدلون مخالفت کړی دی.

په هند کې په ازاده توگه د هم جنسۍ په اړه خبره کول معیوب گنړلی کیږي خو په دې ورستې کلونو کې هم جنسانو او د هغوي پلویانو د خپل حقونو لپاره هلې ځلې پیل کړې ‏دي او په ډیرو غټو ښارونو کې اوس هم جنسې تعلقاتو ته د قبولیت په نظر کتنه کیږي.

XS
SM
MD
LG