لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي کوريا د شپږ بيلسټکي ميزايلو ازموئنه کړې ده


شمالي کوريا دخالي په ورځ پخپله ختيځ برخه کې د شپږو بيلسټک ميزائيلو ازموئنه کړې ده
څيړونکي وايي ددغې ازموئنې څخه وروسته به په سيمه کې هاغه تاؤتريخوالى نوره وده هم ومومي چې د مئ میاشتې کې دشمالي کوريا داټومي ازموئنې څخه وروسته رامينځته شوى دى.
دترلاسه شوؤ راپورونو له مخې شمالي کوريا د سکډ په رنگه ميزائيلو دغه ازموئنه په داسې حال کې کړې ده چې ملگرو ملتونو دخپلو قراردادونو له لارې شمالي کوريا ته ددغه رقم ازموئنې څخه دډډې کولو وينا کړې وه.
د٨ؤ ساعتو په مهال توغول شوي دشمالي کوريا دغه ٦ ميزائيل ٤٠٠ کلو ميټره پورې دتگ څخه وروستو په سمندر کې غورځيدلي دي.
جنوبي کوريا دتوغنديو دغه ازموئنه يو پارونکى گام بللى دى او په دې يې افسوس ښکاره کړى دى.
جنوبي کوريا وايي دغه ازموئنه دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دقراردادونو څخه ښکاره جاره سرغړونه ده .
جاپان هم په دغه ازموئنه کوټلى احتجاج کړى او ويلي يې دي دغه ازموئنه دجاپان په گډون دنورو گاونډي هيوادونو دسلامتۍ په ضد يو پارونکى گام دى.
ځينې مبصرين فکر کوي چې دخالي په ورځ ترسره شوې دتوغنديو دغه ازموئنه دعسکري څخه زيات سياسي عوامل لري او ددې موخه دامريکا دازادۍ په ورځ امريکا ته دنافرمانۍ پيغام ورکول وؤ.

XS
SM
MD
LG