لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزۍ ایجنسۍ : عملياتو کې ١٠ جنگیالي وژل شوي


د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دطالبانو ځالې دجيټ الوتکو، هيلي کاپټرو او درنو توپو له لارې په نخښه کړي دي چې پکې ١٠ تندلاري وژل شوي اوڅلور نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه د مرگ ژوبلی پخلې نه دی کړی.
دغه بمباري په چهپر فيروزخيل، چمکنۍ او سم غر سيمو کې شوې ده.
همدغه راز گوله بارۍ کې دتندلارو درې ځالې هم له مينځه تللي دي.
تيره ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځ يوه الوتکه راپريوتې وه چې پکې ٢٦ عسکر وژل شوي وؤ.
هرڅو کۀ دپاکستان پوځ وايي چې دغه چورلکه دتکنيکي خرابتيا له امله راغورځيدلې خو پاکستاني طالبانو ددغه الوتکې دراغورځولو مسؤليت په غاړه اخستى دى.
په دره ادم خيلو کې دطالبانو دډلې يو وياند محمد خبريالانو ته ويلي دي دغه چورلکه مونږ راغورځولې ده.
هغه وويل دغه الوتکه يې په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دطالبانو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو په بدل کې راغورځولې ده.
خو دپاکستان پوځ بيا دطالبانو دغه ادعا نۀ مني او وايي پوځي الوتکه دتکنيکي خرابتيا له امله غورځيدلې.
دپاکستان دپوځ لخوا په دې اړه نن دخالي په ورځ جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي دپوځي الوتکې دراغورځيدو په پيښه کې دوژل شوؤ پوځيانو دجنازې مراسم نن دصوبه سرحد په پلازمينه پيښور کې ترسره شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو او دصوبه سرحد په بيلا بيلو برخو کې دا مهال دطالبانو او ترهگرو پر ضد امنيتي ځوکونو کوټلي پوځي عمليات پيل کړي.
پاکستاني چارواکي او پوځي مشران بيا بيا ادعاوې کوي چې په دغو عملياتو کې به برياليتوب ترلاسه کوي خو تر دې مهاله پوځ دپاکستاني تندلارو او طالبانو داسې کوم مهمه ځاله يا مشران نۀ دي په نخښه کړي چې نړۍ پرې خوښي ښکاره کړي.
نن خالي په ورځ هم دپاکستان دپوځ سر لښکرجنرال اشفاق پرويز کياني ،دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي او دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره يې دټولو گامونو دوامداره ساتلو پريکړه کړې ده.
دجمهوررئيس په ماڼۍ کې ترسره شوې ليدنه کې دترهه گرۍ په ضد روان جنگ او دملاکنډ دبې کوره شوؤ بحالۍ لپاره دحکومت دتگلارې څخه جاج واخستل شو.
دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر له مخې دريواړو مشرانو دهيواد دسلامتيا په هکله خبرې وکړې او هوډ يې څرگند کړو چې دهيواد دفاع به هر حالت کې کوؤ.
دريواړو مشرانو وويل دترهه گرۍ ناسور دله مينځه وړلو لپاره به هر ټول گامونه روان وي.

XS
SM
MD
LG