لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : د فضل الله نزدې ملگرى ابوجندل وژل شوى


د صوبه سرحد په سوات سيمه کې دپوځي عملياتو له امله ژوبل شوى طالب کمانډر احسان علي چې په ابو جندل يې شهرت لرلود ټپونو دتاوان نۀ راوړلو له امله مړ شوى دى.
پاکستان پوځ د ابوجندل مرگ په اړه څه نه دې ویلي.
ابو جندل دسوات دطالبانو دغورځنگ دمشر مولوي فضل الله دنزدې ملگرو څخه شميرل کيدو او لس ورځې وړاندې دسوات په قمبر سيمه کې د پوځي عملياتو له امله ژوبل شوى ؤ.
راپورونه وايي له ژوبل کيدو څخه وروستو نوموړى دخپلې کورنۍ غړو دسيدو شريف اسلام پورې سيمې ته وړلى ؤ.
نوموړى دمينگورې دقمبر سيمې اوسيدونکى ؤ او مرزاخيل خاندان سره يې تعلق لرلو.
هغه دکال ٢٠٠١ء څخه په افغانستان او وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو پر ضد جنگيدلو.
داسې راپورونه هم شته چې ابو جندل دمولوي فضل الله ترڅنگ دبيت الله محسود سره هم کلکې اړيکې لرلې او په سوات کې دطالبانو دراپورته کيدو څخه وروستو ابوجندل دبيت الله محسود په وينا سوات ته ليږدول شوى ؤ.
طالبانو ته نزدې سرچينو ويلي دي ابوجندل دسرکاري مامورينو دحلالولو، دمخالفينو دکورونو سوځولو او دبمونو جوړولو ماهر ؤ.
بايد وويل شي په سوات کې دمئ دمياشتې څخه دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ پوځي عملياتو کې ابوجندل تر ټولو لوړپوړى طالب مشر دى چې وژل شوى.
له دې وړاندې په دغو عملياتو کې دمولانا فضل الله دمرستيال شاه دوران دوژل کيدو ادعا هم شوې وه خو پوځ ددغې ادعا پخلى نۀ دى کړى.
همدغه رنگ په تيرو ورځو کې پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې دسوات په عملياتو کې طالب مشر مولانا فضل الله هم سخت ژوبل شوى دى خو دخپلې ادعا دريښتونولۍ په توگه حکومت هيڅ ثبوت نۀ دى وړاندې کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG