لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين : مظاهرو کې ١٤٠ کسان وژل شوي،٨٠٠ژوبل دې


په چين کې دمسلمانانو ديوې قبيلې اؤ چيني مزدورانو ترمينځ دجگړې پلټنو لپاره کيدونکى احتجاج دقهره په ډکو مظاهرو بدل شوى دى او په نښتو کې تراوسه ١٤٠ کسان وژل شوياو٨٠٠ نور ژوبل دي.

سرکاري ميډيا ددغو جگړو پړه په مسلمانه قبيله اچولې ده. د چین سرکاري شن هووا خبرې ادارې په اړي گړي کې ١۴٠ تنانو د وژل کیدو او د ٨٢٨ خلکو د زخمې کیدو رپورټ خپور کړی دی.

تيره مياشت دختيز چين په ښار اورموچي کې ديوې فابريکې دننه دکارکولو په مهال داويي غور قبيلې دمسلمانانو او چيني هان قبيلې دمزدورانو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي او گڼ نور ژوبل شوي وؤ.

اوس داويي غور مسلمانان غوښتنه لري چې په دغه فابريکه کې دترسره شوؤ نښتو پلټنې دې وکړل شي.

دميډيا او عيني شاهدانو له مخې داتوار په ورځ مظاهرين سړکونو ته راووتل ، گڼو گاډو ته يې اورونه واچولپه کورونو يې بريدونه وکړل او دپوليسو سره يې هم سختې نښتې وشوې.

سرچينې وايي داړي گړي دغه پيښې هاغه مهال پيل شوې چې پوليسو په امن ناکه احتجاج کوونکو تشدد وکړو.

پوليسو په اړي گړي کې ککړ په سلگونو کسان نيولي دي.

په سنک يانگ صوبه چين سخت کنټرول لري او وايي اويي غور کې شامل ځينې بيلتون خوښي داړي گړي دلارې دختيز ترکستان په نوم يو خپلواکه هيواد جوړول غواړي.

خو داويي غور کارمندان وايي دچين حکومت دمبالغې څخه په کار اخستو غواړي چې په مسلمانه ابادۍ خپل مذهبي او کلتوري واک ټينگولو دپاره دليل ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG