لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د حافظ  محمد سعید د خوشې کیدوخلاف اپیل کړی دی


د پاکستان حکومت ویلې دې چې دهغه عدالتې فېصلې خلاف يي اپیل کړی دې د کومې ترمخه چې د بې قانونه گرځولی شوې لشکر طیبه گوند پخوانی مشر حافظ محمد د نظر بندۍ نه خوشې کړی شوی دی.

مرستیال څارنوال شاه خاور وویلې دې چې د پاکستان تر ټولو ستر عدالت ېعنې سپریم کورټ کې يي د حافظ د ازادۍ خلاف ي اپیل جمع کړی دی.

حافظ سعید تیره میاشت لاهور کې د هاې کورټ په امر ازاد کړی شو. د هند حکومت دا ادعا کوي چې تیر کال په ممبۍ کې شوې بریدونو کې لشکر طیبه ککړ دی. او د هغه په خوشي کیدو هند د نا خوښي څرگنده کړې ده.

شاه خاور وویل چې د حافظ سعید د خوشي کیدو خلاف اپیل قانونې مسله ده او د هند لخوا کوم فشارسره نه ده تړلې.

د ممبۍ بریونو کې ١٦٠ تنان ووژل شول او په ترڅ کې د هند او پاکستان تر منځ تعلقات کړکیچن شول. پاکستان دا منلې ده چې د بریونو څه برخه په پاکستان کې جوړه شوې ده خو هند وايي د پاکستان حکومتي چارواکې پکښې هم ککړ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG