لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې هيلي کاپټر غورځيدلی دی، ٣ پوځيان وژل شوي دي


په جنوبي افغانستان کې دهيلي کاپټر دغورځيدلو پيښه کې درې بهرني عسکر مړۀ شوي دي چېددې سره دپرونۍ ورځې دوژل شوؤائتلافي عسکر دمړو شمير لسو ته رسيدلى دى.

ليفټننټ کمانډر کرس هال په کابل کې خبريالانو ته ويلي دي دافغانستان په زابل ولايت کې دهيلي کاپټر دغورځيدلو له امله يو برټانوي او دوه کاناډايي عسکروژل شوي دي.

هال ومنله چې دغه پيښه دتندلارو دکارروايۍ له امله نۀ ده رامينځته شوې او وې ويل پيښه تر پلټنو لاندې ده.

هال زياته کړه نور ٧ امريکايي عسکر تيره ورځ وژل شوي وؤ.

هغه وويل دوه په زابل کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه او ٤ نور هم په دغه رقم پيښه کې په شمالي کندوز ولايت او يو بل په ختيز پکتيا ولايت کې وژل شوى ؤ.

بل لوري ته دايساف لخوا جاري کړل شوي بيان کې دهير کاپټر پيښه کې وژل شوؤ ته په زرينو ټکو کې پيرزوئينې وړاندې کړل شوي او ويل شوي دي چې دغه عسکر په زياتو کړکيچنو حالاتو کې دنړۍ او افغانستان داولس خوندي راتلونکي لپاره په ډيره مړانه جنګيدل.

بايد وويل شي دغه وژنې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دا مهال دافغانستان په هلمند ولايت کې دامريکايي او افغاني ځواکونو لخوا دطالبانو دله مينځه وړلو لپارهکوټلي عمليات پيل کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG