لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مائیکل جیکسن اخری رسومات ترسره شوي دي


دپاپ موسيقۍ بادشاه مائيکل جيکسن وروستي رسومات دامريکا په په لاس اينجلس ښار کې ترسره شول.

دمائيکل جيکسن ديادونې وروستي رسومات دزرګونو خلکو په وړاندې دلاس اينجلس په اسټيپلز سينټر کې ترسره شول.

په دغو وروستيو رسوماتو کې ماريا کيري، جينيفر هډسن، بروک شيلډ ، دفن او موسيقۍ دګڼو مهمو شخصيتونو په ګډون په زرګونو کسانو ګډون وکړو او دموسيقۍ ددنيا دغه نامتو ستوري ته يې دخپلو اوښکو او نغمو له لارې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.

په دې مهال دمائيکل جيکسن ١١ کلنې لوري پيرس جيکسن هم دخپلو جذباتو څرګندونه وکړه او وې ويل مائيکل جيکسن دنړۍ تر ټولو ښۀ پلار ؤ.

همدغه راز دنيلسن مينډيلا او نورو مهمو شخصياتو پيغامونه هم واورول شول چې په وروستيو رسوماتو کې يې برخه وانۀ خسته.

دمائيکل جيکسن مړى په تابوت کې دسټيج مخې ته ايښودل شوى ؤ او ددستورې په اخره کې دمائيکل جيکسن دکورنۍ کسان په سټيج راټول شول او دهغه مشهوره سندره وويل شوه.

په اولسي کچه دوروستيو رسوماتو دترسره کيدلو څخه وړاندې دمائيکل جيکسن نزدې دکورنۍ غړو په ذاتي توګه دجيکسن وروستي رسومات په فارسټ لان کې ترسره کړل.

دمائيکل جيکسن دماغ دنيورو پيتهالوجي لپاره خوندي کړل شول

٥٠ کلن مائيکل جيکسن دجون په ٢٥مه نيټه دامريکا په لاس اينجلس ښار کې دزړۀ دحرکت دبنديدو له امله ساه ورکړې وه.

په ټوله نړۍ او ځانګړې توګه جرمني، هانګ کانګ، لبنان، روس اؤ برټانيه کې موجود دمائيکل جيکسن مينه وال دهغه په مړينه ماتم کوي.
XS
SM
MD
LG