لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي وياند: سوات طالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل شوى دى


د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي پوځي عملياتو کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل کړى دى.
تيره اونې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي وو دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په پوځي عملياتو کې سخت ژوبل شوى دى.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم ويلي وو چې دمولوي فضل الله دوژنې په اړه يې اطلاعات ترلاسه کړي خو ددغو اطلاعاتو تصديق نۀ دى شوى.
دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرال اطهر عباس سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال داطلاعاتو او نشراتو مرکزي وزير قمرزمان کائره وويل دملاکنډ په سوات او بونير ضلعو کې دتندلارو په ضد روان عمليات نن سرته ورسيدل او له دې وروستو به ډير زر دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ لړۍ پيل شي.
کائره اعلان وکړو چې دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په موقع به هغوي ته ديوې مياشتې راشن هم ورکولى شي.دهغه وينا وه دسوات او بونير سيمې له تندلارو څخه پاکې کړل شوي دي.
نوموړي وويل دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ مهال ويش به په دوؤ ورځو کې جاري کړل شي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وويل په مئ کې پيل کړل شوي عمليات بشپړ شوي او دسوات ټولې لويې لارې پرانستل شوي دي.
دپاک پوځ وياند وويل عملياتو کې دپاک پوځ ١٥٨ عسکر او مشران وژل شوي دي.
جنرال عباس وويل اوس هم دسوات په شاه ډهيرۍ او شموزۍ سيمو کې پوځ دمقاومت سره مخ دې چې دله مينځه وړلو لپاره يې پوځ عمليات کوي.
نوموړي وويل پوځيان دترهه ګرو تعقيب کوي او دهغوي ټول مرکزونه يې له مينځه وړي دي.
دهغه وينا وه نن هم دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ غونډه کې دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په هکله خبرې شوي دي.
بل لوري ته دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې دسوات په سخره سيمه کې دلټونې او پاکونې دعملياتو په مهال دتندلاري کمانډر عمرزاده او يو بهرني په ګډون ٣ تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي سرکاري بيان کې ويل شوي دي په جنوبي وزيرستان کې ديو پوځي کاروان سره نزدې چاؤدنې ٢ عسکر وژلي او٥ يې نور ټپيان کړي دي.
دپوځ له مخې دغه کاروان ګومل ځم سيمې ته تللو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG