لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : حکومت دتيلو نرخونه يو ځل بيا زیات کړي دي


د پاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ديو قانون له لارې په تيلونوى ټيکس د"ډيويلپمنټ ليوي " تر نامه لاندې لگولى چې ددې له امله يو ځل بيا په پاکستان کې دتيلو نرخونه ختلي دي.
دغه قانون په سم لاسي ډول ټول هيواد کې عملي شوى اودگاز او تيلوواکمنې ادارې اوگرا ددغه قانون دلاندې دتيلو نرخونه هم هاغه هومره سيوا کړي دي څومره چې دسترې محکمې له لوري په تيلودلگيدلي کاربن ټيکس په موقتي ډول دځنډولو څخه وروستو راغورځيدلي وؤ.
دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر وايي دجمهوررئيس دامر په اساس په تيلو ايښودل شوى نوى گمرک يا ټيکس دسترې محکمې دپريکړې څخه سرغړونه نۀ ده.
هغه وويل حکومت عدليې ته ددرناوي په لرلو سره دتيلو په نرخونو کاربن د ټيکس لگول ځنډولى دى.
دهغه وينا وه دجمهوررئيس نوى امر دپارلمان سرلوړي او درناوى په ډاگه کوي.
بل لوري ته دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيزې ډلې دزيارت په ورځ دتيلو په نرخونو کې دزياتوالي په ضد دورکړل شوؤخواستونو اوريدنه تر يوې مياشتې ځنډولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دنهې په ورځ دسترې محکمې هم دغه درې کسيزې څانگې يا بينچ په اوسنۍ بوديجه کې په تيلو دايښودل شوي کاربن ټيکس په ضد ورکړل شوؤ خواستونو باندې دغوڅې پريکړې تر کيدلو دکاربن ټيکس دنۀ عملي کولو امر کړى ؤ.
خو ددغه پريکړې څخه يواځې يوه ورځ وروستو جمهوررئيس اصف علي زرداري په تيلو دنوي ټيکس لگولو په هکله صدارتي امر جاري کړو.
څيړونکي وايي دجمهوررئيس لخوا ددغه نوي امر دجاري کيدلو سره يو ځل بيا په پاکستان کې حکومت دعدليې مخې ته اودريدلى دى.
دجمهوررئيس لخوا په تيلو دنوي ټيکس په هکله صدارتي امر په ستره محکمه کې چيلنج کيدلى شي او کۀ چرې ستره محکمه دجمهوررئيس ددغه امر په ضد پريکړه کوي نو يو ځل بيا به پاکستان کې دعدليې او حکومت ترمينځ دتاؤتريخوالي فضاء رامينځته شي.
دپاکستان په بيلا بيلو شخصي تيليويزيوني چينلونو ،دژونددمختلفوڅانگو سره مربوط پاکستانيانو دجمهوررئيس اصف علي زرداري په اوسنۍ پريکړه دناخوښۍ څرگندونه کړې اووايي جمهوررئيس دعدليې او اولس هيڅ پرواه نۀکوي ، يواځې دخپلې خوښې په اساس پريکړې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG