لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گېلاني : بې کوره شوي خلک به ١٣مې جولایي نه کورونو ته ستنېږي


د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ويلي دي دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو دبيرته ستنيدنې لړۍ به د١٣ جولايي څخه پيل کولى شي.
نن په پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدراعظم وويل دکډوالو دبيرته ستنيدنې دپاره دځانگړو مرستو ډله نن مهال ويش ته غوڅ شکل ورکوي.
دهغه وينا وه دملاکنډ ډويژن په هاغو سيمو کې چرته چې خال خال جنگيالي شتون لري پوځي عملياتو ته به دوام ورکول کيږي او پوځ به دغلته موجود وي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې صدراعظم وويل کۀ چرې دهيواد په نورو برخو کې هم څوک دحکومتي واک په وړاندې اودريږي نو په ضد به يې پوځي عمليات کولى شي.
هغه دملاکنډ په اولس غږ وکړو چې پخپلو ليکو کې ورانکارو ته ځايې ورنۀ کړي.
صدراعظم ددغه مطبوعاتي کانفرنس په مهال دبې کوره شوؤ کډوالو په کوربه توب کولو دکورنيو او ښارونو دپاره دقربانۍ دجائزې ورکولو اعلان هم وکړو.
په هيواد کې دتيلو دنرخونو په اړه درامينځته شوي کړکيچ په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گيلاني وويل جمهوررئيس دهغه په مشوره دتيلو په نرخ دټيکس لگولوامر جاري کړى دى او هيله ده ستره محکمه به دپارلمان دسرلوړۍ خيال وساتي.
صدراعظم وويل ستره محکمه چې هره پريکړه کوي حکومت به ورته درناوى لري.
بايد وويل شي صدراعظم دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته ستنيدنې دلړۍ اعلان په داسې مهال کړى دى چې نۀ خو دبې کوره شوؤ لکونو خلکو پخپلو سيمو کې دبيرته پځايې کيدو لپاره حکومت څه انتظام کړى دى او نۀ هم بې کوره شوي کډوال دخپلو سيمو په بشپړ امنيت باوري دي.
له دې وړاندې هم په گڼو موقعو حکومتي چارواکو دبونير ، سوات او دير ديو شمير سيمو څخه بې کوره شوؤ کډوالو ته باور ورکړى ؤ چې دهغوي سيمې دتندلارو څخه پاکې کړل شوي او اوس بيرته دغه کډوال خپلو سيمو ته ستنيدلى شي.
خو وروستو دحکومت او پوځ لخوا دتندلارو څخه دپاکو گرځولو شوؤ سيمو دننه په امنيتي ځواکونو دتندلارولخوا سخت بريدونه وشول.
دپاکستان او افغانستان دپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک دمخه ويلي دي دپاکستاني پوځيانو دازميښت اصل پړاؤ به هاغه وي کله چې بې کوره شوي کډوال خپلو سيمو ته ستانۀ شي .
دهالبروک له مخې کتل به دا وي چې غرونو ته ختلي جنگيالي دکډوالو دستنيدو څخه وروستو يو ځل بيا راکوزيږي نو ايا پاکستاني پوځيان به ددغه جنگيالو دمخنيوي او دبې کوره شوؤ خلکو دسرومال دخوندي کولو جوگه وي که نه ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG