لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني : ائتلافي ځواکونو سره نښته کې ٢٢ طالبان وژل شوي


د افغانستان په غزني ولايت کې تيره شپه دنړيوالوځواکونواوطالبانو ترمينځ نښتو کې ٢٢ طالبان وژل شوي دي.

دغزني دپوليسو مشر خيال باز شيرزۍ خبريالانوته ويلي دي دغه تندلاري په مرکزي غزني ولايت کې دهوايي بريد له لارې وژل شوي دي.

هغه وويل په وژل شوؤ کې زياتره جنگيالي چيچن، عربان، پاکستانيان او ازبک دي چې هغوي په يو کور کې پټ شوي وؤ.

خودامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو بيا دوژل شوؤتندلاروشميرنۀدى په ډاگه کړى اويواځې دومره يې ويلي چې په دغه بريد کې گڼ شمير تندلاري وژل شوي دي

په افغانستان کې دامريکايي پوځ وياندې کيپټن الزبتهـ ميتهياس ويلي دي دپوليسو لخوا ورکړل شوې شميره زياته ده.

هغې دا هم وويل چې دالوتکو له لارې کومه بمباري نۀ ده شوې او دغه جگړه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې افغاني او نړيوال ځواکونه په گيرو اولسوالۍ کې دتندلارو دبريد لاندې راغلل.

هغې وويل تندلارو لومړى په پوځيانو ډزې پيل کړې چې له دې وروستو دهغوي په ضد يواځې ځوابي عمليات وکړل شول.

بل لوري ته دافغانستان دکورنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې ويلي دي دپاکستان دپولې سره نزدې په جنوبي کندهار ولايت کې دزيارت په ورځ دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دوه پوليس افسران وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

دغه طالبان په داسې حال کې وژل شوي چې دبرټانيې ددفاع وزارت وايي په افغانستان کې يې دوه نور عسکر وژل شوي دي.

ددفاع وزارت وايي دغه دواړه عسکر دزيارت په ورځ په بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG