لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سېنکیانگ : د جعمې مونځ لپاره جوماتونه تړل شوي وو


چیني چارواکو د جعمې په ورځ د سینکیانگ اورومچي ښار کې د مسلمانانو جوماتونه د تړلو امر کړی دی.
د اونۍ په اول کې د سنکیانگ د اورومچي ښار لږکو مسلمانانو او اکثریتي نسلي هان چنایانو تر منځ په نښتو کې د لږ تر لږه ١٥٦ کسانو د وژل کیدو وروسته دغه امر ورکړل شوی دی.
جوماتونه د مسلمانانو د عبادت مهمې ورځ جعمې ورځ تړل شوي وو.
چارواکو په اورومچي ښار کې امن ساتلو لپاره د اتوار په زرگونو عسکر لیږلي وو.
د بهایي په نوم یوې ښځې خلکو ته وویل چې د جعمې مونځ لپاره جوماتونو ته دی نه ځي.
دا وایي چې په خلکو یې غږ کړی چې په کور کې د مونځ وکړي او جومات ته دی نه ځي.
سینکیانگ کې زیاتره مسلمانان اوسیږي څوک چې منځنی اسیا سره نزدې کلتوري اړیکې لري.
د غلته دواو ملیونو نه زیات مسلمانان په اورومچي کې اوسیږي. خو د ښار اکثریتي نسلي خلک د هان په نوم چنایي خلک دي.
په عامو حالاتو کې د جعمې نمونځ لپاره د یوغر مسلمانان د اورومچي گرینډ بازار کې تر ټولو غټ جومات کې جمع کېږي .
دې جومات کې ددری نه تر پنځه زره پورې یوغر مسلمانان د جعمې مونځ کوي.

XS
SM
MD
LG