لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جي ایټ به دغریبو هېوادونو سره د ٢٠ اربه ډالرو مرستې کوي


د نړۍ غټو اته صنعتي هېوادونو د اټلۍ لاکویلا ښار کې د رې ورځنۍ غونډې سر ته رسیدو باندې د غریبو هېوادونو سره د٢٠ اربه ډالرو مرستو ژمنې کړي.
امریکا د غریب هېوادونو سره د خوراک کمی یا لوږی مخنیوي او د دوي د زراعت په مېدان کې پرمختیا لپاره د درې اعشاریه پنځه اربه ډالرو ژمنه کړی.
د ملگرو ملتو نو د خوراک ادارې دغریبو خلکو سره د مرستې لپاره دا اعلان د حوصلی ډکه تگلاره بللې او ددې هرکلی یې کړی.
خبریالانو ته د غونډې په اړه د امریکی جمهوررئیس باراک اوباما وویل نړیوالو مشرانو د اقتصادي ستونزو او موسمي بدلون باندی ډیر په خلاص زړه او جذبی سره خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG