لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتيلو په بابله نوى قانون ستره محکمه کې چيلنج شوى


په پاکستان کې دتيلو دنرخونو سيوا کولو په هکله دجمهوررئيس لخواجاري کړل شوى نوى قانون په ستره محکمه کې چيلنج کړل شوى دى.
دجمهوررئيس اصف علي زرداري لخوا دزيارت په ورځ ديو قانون له مخې په تيلو دنوي گمرک يا ټيکس دلگولو سره په پاکستان کې دتيلو نرخونه سيوا شوي دي.
سترې محکمې له دې څخه وړاندې په تيلو دکاربن ټيکس په موقتي ډول دځنډولو سره دتيلو دنرخونو راغورځولو امر کړى ؤ.
خو ددغه امر څخه يوه ورځ وروستودجمهوررئيس په امر دتيلو نرخونو بيرته وختل.
نن دجمعې په ورځ دمسلم ليگ(ن) گوندد ستر سکتر اقبال ظفر جهگړا وکيل چوهدري اکرم دجمهوررئيس لخوا په تيلو دنوي ټيکس ايښودلو گام په ستره محکمه کې چيلنج کړو.
سترې محکمې ته په ورکړل شوي خواست کې ويل شوي دي چې جمهوررئيس داساسي قانون د ٧٧مې مادې دلاندې دټيکس يا گمرک لگولو اختيار نۀ لري.
ددې څخه پرته په يو بل خواست کې دسترې محکمې څخه غوښتنه شوې ده چې اولس ته دې داسانيو په لاس ورکولو دپاره دتيلو په نرخونو کې اوسنى زياتوالى واپس واخستل شي او په دې لړ کې دې موقتي امر جاري کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG