لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما : افغانستان کې د ټاکنو له لارې مقصدونه ترلاسه کيدى شي


د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما وایي په افغانستان کې دټولټاکنو له لارې مقصدونه ترلاسه کيدلى شي.
امريکايي جمهوررئيس وويل په افغانستان کې دجمهوررئيس دټاکنې څخه وروسته به افغان پوځ او پوليسو ته هم پام گرځول وي.
نوموړي وويل امريکايي او ائتلافي ځواکونه به راتلونکې مياشت کې افغانستان کې ترسره کيدونکو
ټاکنو څخه وروسته دوضعيت جاج واخلي او بيا به وکتلى شي چې په غير عسکري څانگو کې دښۀ والي لپاره نور څه کيدلى شي.
دهغه وينا وه په افغانستان کې دجمهوررئيسۍ دټولټاکنو څخه وروسته به پرمختيا دپوځي لارې نۀ بلکې دپرمختيايي کارونو له لارې کولى شي.
ښاغلې اوباما وايي په افغانستان کې امريکايي او ائتلافي ځواکونه برياليتوبونه ترلاسه کوي او هغوي طالبان زيات کمزوري کړي دي خو لا اوس هم طالبانو ته ماتې ورکولو کې اوږد سفر پروت دى.
دگهانا په سفر سکايي نيوز سره مرکه کې جمهوررئيس اوباما وويل امريکا پوهيږي سږ کال دگرمۍ موسم کې طالبانو سره سخته جگړه روانه ده او ائتلافي ځواکونو هغوي په شا تگ مجبور کړي دي خو هغوي ته په بشپړ ماتې ورکولو کې اوس هم اوږد سفر پروت دى.
اوباما زياته کړه افغان مشن يواځې دامريکا نۀ بلکې بلکې برټانيه کې هم دترهگرۍ هم هاغه هومره امکان څومره چې په امريکا کې دى.
ښاغلي اوباما وويل په افغانستان کې دبرټانوي پوځيانو کردار مهم دى.

XS
SM
MD
LG