لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل فلسطین سره خبرې بیا پیل کول غواړې


د اسرائیل وزیر اعظم بین جمین نیټن یاهو په وړمبي وار د فلسطین صدر محمود عباس سره د لیدلو او په منځنې ختیځ کې د امن لپاره ځنډولی شوی عمل د بیا شورو کولو غوتنه کړې ده.
خپلې کابینې ته هفته واره ویناکې هغه د فلسطین په انتظامې ادارې غږ ووکړو چې سیمه کې امن ته د ودي ورکولو په خا طر دې اسرائیل سره په اقتصادې منصوبو کې مرسته ووکړې.
هغه وویل چې یو شمیر پنگه اڅونکې غواړې د فلسطین اقتصاد ښو کولو کې رول وولوبه وي او اسرئیل د دوې تگ او تجارت په لاره کې خنډان لرې کوي.
بین جمین نیټن یاهو وویل هغه داسې کومه وجه نه وینې چې ولې به د فلسطین صدر سره لیدل کتل نه کوي.
درې میاشتې وړاندې کله چې بین جمین نیټن یاهو په واک کې راغلو نو فلسطینیانو اسرائیل سره خبرې اترې د بیا شورو کولو نه انکار وو کړو.
د فلسطین د انتظامې ادارې ترجمان یاسرعابد رابو وویل د بین جمین نیټن یاهو وینا د خپل تشهیر لپاره کړې ده.
د اسرائیل ریډیو سره مرکه کې هغه وویل چې د اسرائیل وزیراعظم لا تر اوسه پورې په بنیادې مسلو لکه د فلسطینیانو لپاره دبیل ریاست او د یهودیانو لپاره د نوي ابادیانو جوړل ودرولو باندې کومې روغې جوړې ته نه دی تیار.
دبین جمین نیټن یاهو تجویز دی چې د اقتصادې ترقۍ نه دې د امن لپاره هلې ځلې شورو کړی شې. داداسې خبره ښکارې په کومه چې فلسطینیان ورسره اتفاق لرلی شې. هغه وايي ددې دلارې به د امن لپاره مثبته فضا جوړه شې.
خو فلسطینیان وايي یواځې ډکه خیټه د ازادۍ او خپل واکۍ ځاې نشې نیولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG