لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امير حيدر هوتي :دوروستي ترهه گر ختمولو پورې به جنگيږو


دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ويلي دي دوروستي ترهه گر دله مينځه وړلو پورې به دترهه گرۍ په ضد جگړې ته دوام ورکول کيږي
هغه وايي دتندلارو په ضدبه پوځ سره اوږه په اوږه جنگيږو او برياليتوب به هم مونږ ترلاسه کوؤ.
په چارسده کې دملاکنډ دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته ستنيدنې دستورې ته دوينا په مهال وزيراعلي وويل مونږ دستونزو دخبرواترو له لارې دهوارولوهڅه وکړه خوفسادخورونکو دخبرو پځايې دورانکارۍ لاره خپله کړه چې له امله يې ستونزې نورې هم سيوا شوې.
ښاغلي هوتي وويل دترهه گرو ملا ماته کړل شوې او هغوي اوس په تيښته دي.
نوموړي پوليسو او امنيتي ځواکونو ته باور ورکړوچې دسرحد حکومت به دهغوي ملاتړ ته دوام ورکوي
هغه وويل کومو ورانکارو چې جوماتونه، کورونه او سکولونه تباه کړي دي هغوي به په ارام ناستې ته پرې نۀ ښودلی شې او له مينځه به وړلی کېږي.
دهغه وينا وه دملاکنډ بې کوره شوي خلک ديوې نوې جذبې سره خپلو کورونو ته بيرته ستنيږي.
د صوبه سرحد د ځنگلاتو وزیر واجد علې خان د کډوالو د بیرته تگ په حواله د ډیوه رډیو هیلو وي او ای پروگرام کې وویل چې حکومت به سوات کې دامنیت کلکولو لپاره د پولیسو شمیره زیاتوي.
هغه وویل د یو پلان ترمخه به ځاې ځوانانو ته د امن په قائمه ولو کې رول ورکولی کیږي او په داسې هڅو کې برخه اخستونکې ځوانانو ته به لس زره روپۍ هم ورکړی کیږي.
هغه وویل حکومت پلان لرې چې د بیلیننو ډالرو به خرڅ د سیمې ویجاړې شوي بینیادې سانۍ لکه سړکونه، هسپتالونه، سکولونه او سړکونه بیا دوان کړی شې.
واجد علې خان، چې تعلق يي سوات سره دی، وویل چې طالبانو ته ماتی ورکړی شوی دی او مشران يي اوس په تیښته دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG