لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دهیلې کاپټر دنسکوريدو له امله ٦ کسان وژل شوي دي


ناټو وايي د افغانستان په هلمند صوبه کې دهيلي کاپټر غورځيدلو له امله بهرنيو ځواکونو لپاره کار کوونکي ٦ تنه وژل شوي دي.
دغه هيلي کاپټر دافغانستان دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې دگل په ورځ غورځيدلى خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې هيلي کاپټر دکومو وجوهاتو له امله پريوتى دى.
په هلمند ولايت کې دا مهال امريکايي، برټانوي او افغاني ځواکونه راتلونکې مياشت کې دجمهوري رياست ترسره کيدونکو ټولټاکنو لارې هوارولو لپاره دطالب جنگيالو په ضد په لويه پيمانه عملياتو ته دوام ورکوي.
دناټو يو وياند ويلي دي نن سحر ٩ بجې دسنگين اولسوالۍ امنيتي مرکز څخه بهر يوه شخصي چورلکه راپريوتې چې پکې د٦ؤ کسانو دوژنې راپورونه لرو.
دافغانستان په جنوبي قندهار ولايت کې دناټو تر ټولو لويې مرکز څخه دخبرو په مهال وياند وويل په الوتکه کې ناست ټول مسافر اولسي خلک وؤ.
دايساف يو بل وياند وويل دغه چورلکې اولسي کارکوونکي راوړل خو په سمدستي توگه دهغوي قوميت او دا نۀ شي په ډاگه کيدلى چې په هيلي کاپټر کې څومره خلک سپارۀ وؤ.
په سنگين اولسوالۍ کې دځايې انتظاميې مشر فضل حق خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي هغه پخپلو سترگو وليدل چې په هيلي کاپټر لمړى اور ولگيدو او وروستو وغورځيدو.
هغه وويل ديوې ودانۍ په سر ولاړ ؤ چې دغه هيلي کاپټر يې دغورځيدو په حال کې وليدو چې اور پرې ولگيدو او لوگي ترې پورته شول.
بل لوري ته طالبانو ددغه چورلکې دراغورځولو مسؤليت په غاړه اخستى دى.
دطالبانو دډلې يو وياند يوسف احمدي بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي دي دغه يو چينوک چورلکه وه او مونږ راغورځولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG